Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جګړې په ډګر کې له کرونا وېره؛ طالبانو د پوهاوي کمپاین پيل کړی

د کرونا ویروس د خپرېدو وېره د افغانستان د جګړې په ډګرونو کې هم خپره شوې ده.

لکه څرنګه چې طالبانو له څو ورځو راهیسې، د هېواد په ځينو برخو کې، د کووېډ نولس ناروغۍ په اړه د پوهاوي کمپاین پیل کړی دی.

د پوهاوي یو له دغو پروګرامونو د لوګر ولایت په برکي ولسوالۍ کې دی، خو دې لږ لیرې، د طالبانو نور جنګیالي له دولتي ځواکونو سره په جګړه دي.

په سوېل ختیځ کې د طالبانو د روغتیايي کمېسیون غړی وزیرګل رنځورمل وايي چې حتا د اوداسه پر مهال هم باید له صابون او د مینځلو له نورو توکو کار واخلي:«پنځه وخته اودس کوو، په دغو اودسونو کې موږ خپل لاسونه پنځه ځله مینځو کېدای شې چې په دغه وخت کې له صابون څخه کار واخلو.»

څو ورځې کېږي چې طالبان تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې، دغه کمپاین پیل کړی دی.

په لوګر کې د طالبانو یو قومندان خالد وايي:«هغه ویروس چې د نړۍ ډېری هېوادونه یې ځپلي، په خپل هېواد کې باید د هغه د خپرېدو مخه ونیسو.»

د برکي برک ځینې اوسېدونکي د طالبانو له دغه کمپاین څخه له هرکلي سره وايي له یوې مودې یې روغتیايي خدمتونو ته ډېر لاسرسۍ پيدا کړی دی.

د لوګر د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکی رحمان الله قادري وايي:«زموږ لپاره روغتیايي مرکزونه او نورې اسانتیاوې برابرې شوې دي. اوس په روغتیايي برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نه لرو.»

د دې سربېره، د هېواد په ځينو برخو کې، له طالبانو څخه تل، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په وړاندې د خنډ په توګه یادونه شوې ده. هلمند ولایت یو له دغو ځایونو دی.

د هلمند د روغتیا ریاست سرپرست ذاکر یقین په دې اړه څرګندوي:«د هغوی (طالبانو) تر ولکې لاندې سیمو کې کور په کور د واکسین د تطبیق منع وو او اوس هم همداسې دی! موږ د هغوی د وروستي پروګرام په اړه، ځکه چې د کرونا ویروس جدي دی او دغه ویروس په چټکتیا خپرېږي، له ټولو زموږ غوښتنه دا ده چې په دې لړ کې هېڅ ممانعت ونه لري.»

په دې لړ کې د عامې روغتیا وزارت د کووېډ نولس ناروغۍ په اړه د طالبانو له خوا د کمپاین د پیلولو په غبرګون کې په ټول هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر هڅو ټینګار کوي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار په دې اړه څرګندوي:«دا چې طالبانو له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره، کمېټه جوړه کړې ده، موږ له دغه کار څخه هرکلی کوو.»

افغانستان کې په تاوتریخوالي کې روغتیايي بنسټونو او کارکوونکو خوندیتوب څرنګوالی، تل د اندېښنې وړ و.

تېر کال د روغتیا نړیوال سازمان، په یوه رپوټ کې، د ۲۰۱۹ کال په څلور لومړنیو میاشتو کې د کابو سل روغتیايي مرکزونو له تړل کېدو خبر ورکړ.

شریک یي کړئ