د کوچني اختر د رارسېدو په درشل کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت وايي هغه کسان چې په کووېډ نولس یا هم په لېږدېدونکو ناروغیو اخته دي د اختر په لمانځه کې دې ګډون نه کوي.
د حج او اوقافو وزارت نوماند عبدالحکیم چې نن د عامې روغتیا له وزیر سره په یوې ګډه غونډه کې ګډون کړی و، له هېوادولو غواړي چې په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په تړاو د دیني عالمانو فتوا په پام کې ونیسي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست وایي چې د اختر لمونځ فرض نه دی او په اوسني وضعیت کې په جومات کې د اختر د لمونځ ادا کول جبري نه دي.
د حج او اوقافو وزارت سرپرست عبدالحکیم منیب څرګندوي:«هغه کسان چې دغه تکلیفونه لري او یا هم له دغو ناروغیو وېره لري د اختر لمانځه ته له تګه دې ډډه وکړي.»
بلخوا د عامې ورغتیا وزیر وایي چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویروس ۵۴۲ تازه پېښې ثبت شوې دي او د کووېډ نولس ۱۲ ناروغان مړه شوي دي.
په افغانستان کې پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۲۱۶ تنو ته رسېدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت هم له هېوادوالو غواړي چې د اختر په ورځو کې په ښار کې له ګرځېدو راګرځېدو ډډه وکړي او له خپلو کورونو دباندې ونوځي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وویل:«امنیتي ځواکونه د اخترو په ورځو کې د تګ راتګ بندیزونه تطبیق کوي له هېوادوالو زموږ غوښتنه او تمه دا ده چې بندیزونه مراعات کړي د دې لپاره چې ټولې عمومي او فرعي لارې د ټرافیک پر مخ تړلي دي.»
خو د دغه راز وضعیت دوام د یو شمېر هېوادونو لپاره ژوند سخت کړی دی؛ مولود چې موچي دی؛ د یوې یوولس کسیزې کورنۍ مسوولیت لري.
د کابل اوسېدونکی مولود په دې اړه زیاته کړه:«زه سپين ږیړی راځم او دلته کېنم چې له موږ سره مرسته وشي. تر کله پرموږ دومره زحمت او تکلیف تېر شي.»
د عامې روغتیا وزیر وایي چې په تدریجي توګه د ښار د محدودیتونو د لیرې کولو او د روغتیايي تدابیرو او ټولنیز واټن په پام کې نېولو سره یې عادي ژوند ته د خلکو د ستنېدو طرحه کابینې ته سپارلې ده.