Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دین عالمانو او ډاکټرانو د کورونا په هکله د پوهاوي کمپاین پيل کړ

په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتوالي سره هم مهاله، نن (یکشنبې د وري په ۲۴مه) د دین عالمانو او ډاکټرانو یوې ډلې کابل کې د کورونا ویروس د ګواښونو په هکله خلکو ته د عامه پوهاوي سیار فعالیتونه پیل کړل.

ټاکل شوې ده چې د دیني دغه عالمان او ډاکټران «د منبر او ډاګټر غږ» تر نامه لاندې د موټرو په یوه کاروان سره د کابل ښار بېلابېلو سیمو ته ولاړه شي او خلک د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د راخېدو او ګواښونو په هکله خبر کړي.

دیني عالمان له هېوادولو غواړي چې د ځان او خپلې کورنۍ او دغه راز د ټولنې د خوندېتوب لپاره؛ د کورونا ویروس د خطرونو په تړاو د عامې روغتیا وزارت پر لارښوونو او د حج او اوقافو وزارت پر فتواوو عمل وکړي.
 
له کورونا ویرس سره د دیني عالمانو د مبارزې د عالي کمېسیون رییس عبدالسلام عابد وویل:«موږ غواړو چې دا پيغام خلکو ته ورسوو چې په خپلو کورونو کې پاتې شي چې د کورونا ویروس له ګواښه خوندي پاتې شي. له جدي اړتیا پرته له کورونو مه بهر کېږئ. دا لېږدونکی ویروس، اوس په ښار کې د خپرېدو په حال کې دی او که چېرې بې پامي وشي، په دغه ویروس د اخته کسانو کچه به زیاته شي.» 
 
په دې لړ کې د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ ګواښ جدي ګڼي او له خلو غواړي چې د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو پر وړاندې بې پروایي ونه کړي.

د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول رییس شاولي معروف څرګندوي:«اوس نه یوازې افغانستان بلکې ټوله نړۍ له ستونزمن حالت سره مخ ده. موږ له داسې دوښمن سره مخ یوو چې په سترګو نه لیدل کېږي او حتا په میکروسکوبونو کې هم نه لیدل کېږي. باید د دغه ویروس د خپرېدو مخه د روغتیايي سپارښتنو په عملي کېدو ونیسو.»

دیني عالمان له خلکو غواړي چې په دیني، مذهبي او نورو غونډو کې دې ګډون نه کوي او خپل لمونځونه دې په کورونو کې وکړي.
 
د اسلامي طبي ټولنې غړی جمال الدین عباس وايي:«زموږ د خبرتیا او یا هم پوهاوي کاروان موخه دا ده چې خلکو ته خبرتیا ورکړو چې په کورونو کې پاتې شي او روغتیايي سپارښتنې جدي وګڼي.»

کورونا ویروس په افغانستان کې د خپرېدو په حال کې دی او تراوسه دغه ویروس د افغانستان څه باندې ۲۰ ولایتونو ته لېږدېدلی او ۶۰۷ تنه یې ککړ کړي دي.

د کووېډ نولس ډېری ناروغان په هرات او کابل ولایتونو کې دي. تراوسه دغې ناروغۍ د ۱۹ تنو ژوند اخیستی او ۳۸ تنه نور تر درملنې وروسته روغ شوي دي.
 
شریک یي کړئ