Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد سویل کې د ګوزن ناروغۍ ۲۶ پېښې ثبت شوې دي

د هېواد په سویل کې روغتیايي مسوولین د روان کال له پیله د ماشومانو د ګوزڼ د پېښو له زیاتوالي خبر ورکوي او زیاتوي د یادې مودې راهیسې په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې ۲۶ مثبتېې پېښې ثبت شوې دي.

د هېواد په سویل کې د کتلوي معافیت مسولین وايي څرګندوي چې له ۲۶ پېښو له ډلې یوازې ۱۲ یې هلمند، ۸ کندهار، ۴ ارزګان، ۱ زابل او یوه هم نیمروز ولایتونو کې دي.

په یادو پېښو کې یوه هم لس میاشتنۍ سبحانیه هم شامله ده چې د کرونا ویروس خپرېدا له کبله د ګوزڼ واکسین درېدو سره، ورته واکسین نه دی شوی او په یادې ناروغۍ اخته ده.

د هغې پلار، ګل محمد وايي:«د واکسین حساب چې وي او دومره ستونزې رامنځته کیږي، نو باید چې دا ستونزه حل کړي، زه د خپلې لور په تړاو ډېره اندېښنه لرم، چې راتلونکی به یې څنګه شي.»

د هېواد سویل کې د ګوزڼ د پېښو زیاتوالي په تړاو روغتیايي مسوولین اندېښنه لري.

سویل لودیځې حوزې د کتلوي معافیت عملیاتي مسوول، عبدالقیوم پخلا په دې تړاو وايي:«د کندهار لپاره د پولیو له مخې ښه کال نه دی چې د هېواد په کچه ۳۷ او کندهار کې ۸ پېښې ثبت شوې دي.‎»

خو د کندهار د عامې روغتیا چارواکي وايي ټول تمرکز يې د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه و او په روان کال کې يې یوازې دوه ځله د ګوزڼ ضد کمپاینونه تر سره کړي دي.

د دوی په خبره په کندهار کې د ګوزڼ د مثبتو پیښو د رامنځته کېدو له امله يې تازه په یو شمېر ولسوالیو کې د ګوزڼ ضد واکسینونه پیل کړي دي.

په روان کال کي د هیواد په کچه د ګوزڼ ۳۷ مثبتي پیښي ثبت شوې دي چې له دې دلې ۲۶ مثبتي پيښي د هېوا سویل کې دي.

د دغو پېښو له ډلې ۲۲ یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي چې طالبانو له دوو کلنو راهیسې کور په کور د واکسیناتورانو پر ګرځېدو بندیز لګولی دی.

کسین د مخنیوي له امله د واکسین ورکولو لاس رسی نلري.

د روان کال راهیسې ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین ۳۷ د ګوزڼ ناروغۍ پېښې ثبت شوې دي چې ۲۲ یې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي

شریک یي کړئ