Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد پوله ساتو ځواکونو ته د اروپايي ټولنې رواغتيايي مرستې

اروپايي ټولنې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د هېواد پولو کې دولتي ځواکونه په روغتیايي توکو سمبال کړل.

دغه مرستې د کډوالۍ سیاستونو پراختیا نړیوال مرکز لخوا افغان حکومت ته سپارل شوې دي.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر، پيير مایډون وايي، دا مرستې له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد مبارزه کې د دغې ټولنې د مرستو ژمنو یوه برخه  ده.

د کډوالۍ سیاستونو پراختیا نړیوال مرکز مسوول طلوع نیوز ته وايي چې پوله کې افغان ځواکونو او دولتي کارکوونکي له کرونا ویروس سره د مبارزې لومړۍ کرښه کې دي او دا مرستې له همدې کبله دوی ته سپارل شوې دي.

د کډوالۍ سیاستونو پراختیا نړیوال مرکز د سرحدونو مدیریت پروژې د مدیریت مسوول، انریکو رګالیه زیاتوي:«دا توکي پوله ساتو پولسو او د ګمرکونو کارکوونکو ته مرسته کیږي څو له هغو کسانو سر چې افغانستان راځي او ورسره ګوري، خوندي ووسي او د هغو کسانو په پېژندګلوی کې چې کرونا ویروس لري، مرسته وکړي.»

په مرسته شویو توکو کې عادي او اِن ۹۵ ماسکونه، ایمني کالي، د مینځلو مواد او ضد عفوني مواد شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې مرستې یې ترلاسه کړې دي او ژر به یې پوله ساتي پولسو ته وسپاري.

دغه توکې د کورنیو چارو وزارت ترڅنګ دفاع او مالیې وزارتونو ته هم سپارل شوي دي.

د لومړیتوب له مخې ټاکل شوې ده ډېرۍ توکي د هېواد هوايي ډګرونو کې او ختیځ او لودیځ کې ځواکونو ته وسپارل شي.

دا مرستې د اروپايي ټولنې په مرسته چمتو شوې دي او په کې ضدعفوني او یمني  توکي شامل دي

شریک یي کړئ