Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل والي: سر له سبا به د ګرځ بندیز لپاره تابیاوې لا زیاتې شي

په کابل کې پر کووېډ نولس ناورغۍ د اخته کسانو د زیاتوالي او د یوه کس د مړه کېدو په لړ کې، د کابل والي ګواښ کوي چې سر له سبا به (یکشنبې د وري ۱۷مه) کابل ښار کې به د کرځ بندیز لپاره تابیاوې زیاتې شي.

د کابل والي یعقوب حیدري وايي دا چې د کرونا ویروس له امله ګواښونه ورځ تر بلې زیاتېږي، خو هېوادوال کرځ بندیز په پام کې نه نیسي:«موږ سرغړونکي نیسو، قرنطین کوو یې، سزا ورکوو او د کارځای ته یې خبر ورکوو چې جریمه یې کړي او جریمه یې د کورونو شاته استوو.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر د هرات په پرتله ډېر وو. تراوسه کابل کې پر کووېډ نولس ۴۱ تنه اخته شوي دي.

دا په داسې حال ک ده چې د کرونا ویروس د لا ډېر خپرېدو د مخنیوي لپاره په کابل کې ګرځ بندیز لګتول شوی ښوونیز مرکزونه، د وتونو تالارونه، پلورنځي او ښوونځي تړل شوي دي.

حکومت له هېوادوالو غوښتي د کرونا ویروس د ډېرو خپرېدو د مخنیوي لپاره، په خپلو کورونو کې پاتې شي. خو په دغې یوې اوونۍ کې دا چاره کمه عملي شوې ده.

ورته مهال د کابل امنیه قومندان وايي چې سر له سبا به د خلکو د تګ راتګ مخه به ونیسي او همدارنګه پر سرغړونکو ته به سزا ورکړل شي.

د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال محمد داوود میرزايي په دې اړه وویل:«قرنطین زموږ د هېوادوالو له خوا په سمه توګه نه دی عملي شوی. تاسې هم وینئ سر له سبا تابیاوې جدي کېږي. چلند مو هم جدي کېږي. تر پرونه غوښتنه وه له سبا په امر تبدلېږي.»

بلخوا ځينې هېوادوال وايي چې د اقتصادي ستونزو او نورو مجبوریتونو له امله اړ دي چې له خپلو کورونو بهر شي او کار وکړي.

د کابل اوسېدونکی فرهاد وايي:«د خلکو اقتصاد ښه نه دی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي. ټول خلک لاس په خوله دي؛ زما په شان، د ورځې سل روپۍ سوداګري کوم او اړ یم چې کور ته ډوډۍ یوسم.»

د کابل بل اوسېدونکی امان الله هم زیاتوي:«سمه ده چې ویروس دی او ستونزې دي؛ خو اړ یوو چې د کور د کرایې د پیدا کولو او ډوډۍ لپاره له کوره بهر شو او کار وکړو.»

تراوسه په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۹۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې د هغه ډېری یې به هرات ولایت کې دي.

د دغه ویروس له امله اوه تنه مړه شوي هم دي.

د کابل امنیه قومندان وايي چې سر له سبا به د خلکو د تګ راتګ مخه به ونیسي او همدارنګه پر سرغړونکو ته به سزا ورکړل شي.

شریک یي کړئ