په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدا په لړ کې، د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روغتیا د نړیوال سازمان په همکارۍ، په افغانستان کې د دغه ویروس د ازموینې تر ۵۰زره کېټونو (د کرونا ویروس د تشخصیه توکو) د تامین لپاره چمتووالی لري.
دغه بنسټ د دغه ویروس د خپرېدا له زیاتوالي اندېښمن دی، خو وايي چې په هېواد کې د دغه ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره یې ځينې پروګرامونه له حکومت او نورو نړیوالو روغتیايي شریکانو سره مطرح کړي دي.
تراوسه په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او دغه پېښې په هرات، سمنګان او کاپیسا ولایتونو کې دي.
د عامې روغتیا وزارت ګواښ کوي که چېرې په افغانستان کې د کرونا ویروس لېږد د نورو هېوادونو په څېر پراخ شي، په افغانستان کې به له دغه ویروس سره د مبارزې کار ستونزمن وي.
ورته مهال د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم نن (شنبې، د کب په ۲۴مه) هرات کې یوې خبري ناسته کې ګواښ وکړ چې د بودیجې او امکاناتو نشتون او د حکومت د بې پروایۍ له امله، د ناورین احتمال له تصوره لیرې نه دی:«زه وېرېږم چې خدای مه کړه داسې ورځ به راشي چې موږ به بیا ونه شو کړای چې مړي راټول کړو - که چېرې نن لاس په کار نه شوو.»
شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې ولسمشر له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره ۲۵ مېلیونه ډالر ځانګړي کړل چې پنځلس مېلیونه د کرونا ویروس د مخنیوي او لس مېلیونه نور د زیرمې په توګه د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شوې.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې دغو پېسو په ملي تدارکاتوکې بیړني اداري پړاوونه ترسره کړي دي او د دغو پیسو اووه مېلیونه ډالر د چمتوالو لپاره ځانګړې شوي دي او پاتې یې د اړتیاوو له مخې په تېره بیا د هغو ولایتونو لپاره په پام کې نېول شوي چې ډېر زیانمنونکي دي.
د ولسي جرګې غړی مهدي راسخ په دې اړه وايي:«له دغو امکاناتو او وړتیا سره موږ په هېڅ ډول نه شو کنټرولولای، ځکه چې بودیجه ډېره کمه ده او روغتیايي وړتیا هم ډېره ټيټه.»
د مالیې وزارت وایي چې په افغانستان کې له کووېډ نولس ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د نړیوالو مرستو د تر لاسه کولو لپاره سلامشورې روانې دي.
د مالیې وزارت د ویاند مرستیال عبادالله درمان په دې هکله وايي:«نړیوال بانک، د اسیا پراختیايي بانک، د چین د خلکو جمهوري او د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د مالي او تخنیکي همکاریو ژمنه کړې ده.»
تر دې وړاندې په کابل کې د چین سفارت طلوع نیوزته ویلي و بیجینګ چمتو دی چې په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په چاره کې روغتیایي همکاري وکړي.