وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورونا ویروس؛ هېواد کې ۵۲ تازه مثتبې پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کورونا ویروس ۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت ویاند، وحید مایار نن(یکشنبې د وري په ۲۴مه نېټه) کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې له تازه ثبت شویو شمېرو له مخې، هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۷ تنه رسېدلی دی.

ښاغلي مایار څرګنده کړه چې د ۵۲ تازه ثبت شویو پېښو له ډلې ۲۸ یې کابل، ۸ کندهار، ۷هرات، ۴ بلخ، ۲ بامیان او یوه یوه هم په ننګرهار، هلمند او پکتیا ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت همداراز څرګندوي چې تر اوسه پورې ۳۷ تنه د کووید ۱۹ ناروغان جوړ شوي دي او ۱۸ تنه مړه شوي دي.

په همدې حال کې نړۍ کې هم د کرونا ویروس د اخته او قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

تر دې دمه نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۱۰۸ تنو ډېر کسان مړه شوي دي.

شریک یي کړئ