Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرونا ویروس خپرېدا: هېواد کې ټول سپورټي پروګرامونه منع شول

د هېواد د سپورټي بنسټونو چارواکو نن شنبې (د کب په ۲۴مه) په یوې خبري ناسته کې اعلان وکړ چې ټول سپورټي پروګرامونه د سپورټ ادارې له خوا منع شوي دي.

دغه چارواکي وايي چې دغه پرېکړه د کووېډ نولس ناروغۍ د خپرېدا له امله نیول شوې ده.

دوی وايي چې د هېواد د سپورټ له چارواکو غواړي چې دغه پرېکړه په هر ولایت کې عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کرونا درې نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي چې د دغو پېښو ټولیز شمېر ۱۰ مثبتو پېښو ته رسېږي.

ورته مهال ولسمشر غني، هرات کې د کب د ۲۴ پاڅون په مناسبت په یوه پيغام کې، هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدا ته په نغوتې سره ویلي:«د کرونا ویروس لېږد، د نړۍ خلکو ته جدي ګواښ متوجه کړی... هېواد کې د کرونا ویروس د څو مثبتو پېښو ثبت، موږ اړ باسي چې پر احتیاطي بابیاوو جدي تمرکز ولرو.»

ښاغلی غني وايي: «د دغه ویروس د له منځه وړلو په درشل کې د خلکو همکاري او پاملرنه ډېره مهمه ده. د غونډو مخنیوی، د حفظ الحصې په پام کې نیول او نور مهم موردونه، کولای شي دغه ویروس له منځه یوسي.»

د بلخ والي محمد بشیر توحیدي وايي چې سږکال د نوروز جشن مراسم د کرونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره په دغه ولایت کې نه ترسره کېږي.

ښاغلی توحیدي وايي چې په بلخ کې د کرونا ویروس د یوې مثبتې پېښې له ثبت سره د مزار - ایران او هند - مزار الوتنې هم لغوه شوې دي.

شریک یي کړئ