Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د چین مرسته

د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د چین د مرستې لومړۍ جوپه نن (پنج شنبې د وري په ۱۴مه نېټه) کابل ته ورسېده.

کابل کې د چین سفیر، وانګ یوو وايي چې په دې مرستو کې د مصنوعي تنفس دستګاوې، د ډاکټرانو لپاره ځانګړي کالي او ماسک شامل دي.

نوموړي کابل کې د ولسمشر دوهم مرستیال، سرور دانش سره د خبري ناستې پرمهال زیاته کړه چې  د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د چین مرستې به د افغانستان لومړۍ او ضروري اړتیاوې پوره کړي.

ښاغلي یوو د کرونا ویروس په تړاو وویل:«د کرونا ویروس د افغانستان د خلکو دښمن دی چې په متحدانه توګه هڅو ته اړتیا لري چې پر وړاندې یې مبارزه وشي، هېڅوک په یوازې توګه نشي کولی چې د کرونا ویروس د پراختیا مخه ونیسي، موږ هیله لرو چې افغان چارواکي په یوه لوی تصویر که سره د افغانستان راتلونکې لپاره د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي.»

په همدې حال کې ښاغلي دانش همداراز خبرورکړ چې راتلونکو ورځو کې به له ازبکستانه هم افغانستان ته مرستې ورسیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د هېواد ټولو ولایتونو لپاره ۲۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي او اړو کسانو ته به هم د خوړو مرسته وشي.

اوس مهال د کرونا ویروس په نړیوال ناورین بدل شوی او هېوادال وايي چې که د یاد ویروس پر وړاندې جدي مبارزه ونشي، ښایې افغانستان کې ناورین رامنځته کړي.

شریک یي کړئ