هرات ولایت کې د کرونا ویروس خپرېدا پر کار او بار منفي اغېزه کړې ده.
د افغانستان په لوېدیځ کې هرات ولایت له ایران سره ګډه پوله لري، او افغانستان کې د کرونا ویروس ډېری مثنبتې پېښې په دغه ولایت کې دي؛ په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزیر نن د دغه ولایت د قرنطین غوښتنه کړې ده.
جاوېد عثماني چې په هرات ولایت کې رسټورانټ لري، وايي په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتوالي سره د رسټورانټ ډېری پېرودونکي له لاسه ورکړي دي او په هماغه کچه د رسټورانټ کارکوونکي هم اخراج شوي دي.
ښاغلي عثماني په دې اړه وویل:«له هغې ورځې چې کرونا خپور شوی تراوسه کابو ۶۰ سلنه خپل پېرودونکي له لاسه ورکړي دي. مخکې ۵۰ سلنه کارکوونکي مو لرل د کار له کموالي سره ۶۰ سلنه کارکوونکو ته مو هم ځواب ورکړی دی یعنې اوس ۲۰ تنه کارکوونکي لرو.»
ورته مهال د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قاضي زاده وايي چې د کرونا ویروس خپرېدو هرات کې پر کار او بار منفي اغېره کړې ده:«زه په دې باور یم چې په راتلوونکو څو ورځو کې که چېرې وضعیت په همدې ډول وي کار او بار به لا خراب شي.»
د هرات د کانونو او صنایعو خونې چارواکي هم وايي چې په هېواد کې یې د خپل پلور ډېری بازارونه له لاسه ورکړي دي.
د هرات د کانونو او صنایعو خونې رییس حمیدالله خادم په دې اړه وویل:«کله چې موږ له ۵۰ سلنې زیات کموالی ولرو، د کرونا خپرېدو په ټول افغانستان کې پر تولید خپله منفي اغېزه لرلې ده.»
د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان ګواښ کوي چې د کووېډ نولس ناروغۍ د خپرېدو له زیاتوالي سره د خلکو د پېر ځواک به هم کموالی پیدا کړي او همدارنګه جدي اقتصادي ننګونې په رامنځته شي.
د اقتصادي چارو کارپوه معروف فایز په دې اړه وویل:«د خلکو اقتصاد ټيټ دی. شونې ده د خلکو اقتصاد د یوې لنډې مودې دوام وکړي؛ یعنې وکړای شي لږ ترلږه د خپل ژوند چارې مخته یوسي، خو وروسته د خلکو زېرمه شوې پیسې خلاصې شي، دولت څه کولای شي.»
د کرونا ویروس له خپرېدو سره، خلک د دغه ویروس له وېرې ډېر کم له کورونو راوځي.