Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرونا ویروس ۵۳۱ مثبتو پېښو سره ټول شمېر ۸۶۷۶ ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتوونو کې د کرونا ویروس د ومثبتو پېښو شمېر نن(پنجشنبې د غبرګولي په لومړۍ نېټه) اعلان کړ.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وحید مجروح خبري ناسته کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۵۳۱ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.

له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۸۶۷۶ ته ورسید.

تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په کچه د کووید ۱۹ ناروغۍ له کبله شپږ تنه مړه شوي او اته نور روغ شوي دي.

دغه شپږ تنه په کابل، کندهار، لوګر او پنجشېر ولایتونو کې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت تازه اعلان شویو پېښو له مخې کابل د مثبتو پېښو له پلوه په سر کې دی چې تېره شپه ورځ کې په کې ۲۷۴ تازه پېښې ثبت شوې دي.

له کابله وروسته بیا هرات کې ډېرې پېښې ثبت شوې دي، د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېره شپه ورځ کې دغه ولایت کې ۶۹ پېښې ثبت شوې دي.

اوسمهال افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۹۳ او د روغو شویو هم ۵۳۱ دی.

تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په کچه د کووید ۱۹ ناروغۍ له کبله شپږ تنه مړه شوي او اته نور روغ شوي دي

شریک یي کړئ