Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورونا معاینې لپاره د خصوصي روغتونونو وړتیاوې مشخصې شوې نه دي

د دې سربېره چې د پلازمېنې په ځينو خصوصي روغتونونو کې پر کووېد نولس ناروغۍ د شکمنو کسانو معاینې پیل شوې دي، د عامې روغتیا وزارت وايي چې تراوسه مشخصه شوې نه ده تر کومه بریده دغه روغتونونه د ناروغانو د معاینې وس او وړتیا لري.

عامې روغتیا وزارت درې ورځې مخکې اعلان وکړ چې په هېواد کې د کورونا ویروس د زیاتوالي له امله خصوصي روغتونونه هم کولای شي د ناروغانو معاینات وکړي - هغه کار چې له دې مخکې یوازې څو معدودو دولتي روغتونونو د هغه اجازه لرله.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور په دې اړه وویل:«د عامې روغتیا وزارت ګمان دا دی ښايي دوه اوونۍ وخت ونیسي چې روغتونونه چمتو شي.»

تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې خصوصي روغتونونه له تخنیکي پلوه د کووېډ نولس ناروغانو د پېژندلو توان او ظرفیت نه لري. د دغه وزارت په وینا په هېواد کې د کورونا ویروس هره معیاري معاینه تر پنځوسو ډالرو لګښت غواړي.

خو د ځينو خصوصي روغتونونو مسوولان وايي چې پر کورونا د شکمنو کسانو ازموینه څه باندې سل داره لګښت راځي.

په کابل کې سیټي لابراتوار پر کووېډ نولس ناروغۍ د اخته مشکوکو کسانو لپاره یوه څانګه پرانستې ده.

په دغه خصوصي روغتیايي مرکز کې د پي سي آر لابراتوارونه له پرون راهیسې فعال شوي دي او له ځينو کسانو د معاینې لپاره بېلګې اخلي.
 
د سیټي لابراتوار رییس رضوان الله احمدزی وايي:«د معاینې د بیې په اړه باید ووایم چې سل دالره دي؛ ځکه چې دا اندازه پیسې لګلول کېږي.»

د دغه لابراتوار مسوولان وایي چې ځينې نورو خصوصي روغتونو هم له دې سره تړون کړی چې مشکوک ټسټنه واخلي او دغه لابراتوار ته یې ورولېږي.
 
دلته د بلاسم د خصوصي روغتون مسوولان هم وایي چې د ټسټونو د اخیستو بهیر یې پېل کړی دی؛ د دوی په وینا دا تصویرونه د یوه ناروغ د مشخصاتو څرنګوالی ښيي چې د سیټي سکن دستګاه په مټ اخیستل کېږي.

سره له دې چې د کووېډ نولس ناروغانو د تشخیص لپاره معیار د پي سي ار لابراتوارونه دي؛ خو موږ بریالي نه شو چې په دغه روغتون کې دا دستګاوو ووینو.
 
خو اوس هغه پوښتنه چې رامنځته کېږي دا ده چې دغه وضعیت د کووېډ نولس ناروغانو د پېژندلو معیاري طریقه آسانه کړې ده او که ستونزمنه کړې.

ځینې هېوادوال وایي چې دغه بهیر د مافیایي سوداګرۍ لپاره لار هواره کړې ده.

د کابل اوسېدونکی محمد ناصر هم وویل:«دا د ملت په حق کې یوه جفا ده؛ هغه بدبخت ملت چې د خپلې وچې ډوډۍ پیسې نه لري.»

د کابل اوسېدونکی لطیف نظري هم څرګندوي:«ټول روغتونونه په یوه تجارت بدل شوي. روغتونونه متوجه دي چې یو ښکار ورته پيدا شو.»

په داسې حال کې چې په هېواد کې د کوویډ نولس ناورغۍ د ازمویښت لپاره د زمینې پر نه برابروالي نيوکې زیاتې شوې دي؛ د عامې روغتیا نوماند وزیر له خلکو غوښتي دي چې که چېري څوک د کورونا ویروس نښې نښانې په ځان کې ویني؛ باید روغتیايي مرکزونو ته له ورتګ مخکې ځان کرنټین کړي.

د ځينو خصوصي روغتونونو مسوولان وايي چې پر کورونا د شکمنو کسانو ازموینه څه باندې سل داره لګښت راځي.

شریک یي کړئ