Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورونا ویروس د خپرېدا له زیاتوالي پر حکومت نیوکې

د کورونا د پېښو له زیاتېدو سره پر حکومت نیوکې زیاتې شوې دي چې د دغې ویروس پر ضد مبارزه کې بې غوره دی.

ځينې هېوادوال په دې باور دي چې نور نو له کورونا بحران سره مبارزه د حکومت لومړیتوب نه دی او له همدې کبله په لویو ښارونو کې ګرځبندیز نه عملي کېږي.

په هرات کې له کورونا سره د مبارزې کمیټې پخوانی غړی وحید پيمان وايي:«دوه میاشتې مخکې، افغان حکومت هره ورځ په لوړه کچه لس پنځلس غونډې جوړولې. په ځينو غونډو کې په خپله ولسمشر هم ګډون کاوه. اوس چې موردونه زیات شوي او د افغانستان په لویو ښارونو کې کور په کور نفوذ کړی، موږ د دې ښاهد یوو چې لږ تر لږه د تېرو لسو پنځلسو ورځو په لړ کې، افغان حکومت په بشپړه توګه چوپتیا غوره کړې ده.»

بلخوا د ارګ په انټرنېټي پاڼه کې هم نور نو د ځانګړو ناستو په اړه چې په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو په لومړیو اوونیو کې له دې امله د حکومت لخوا جوړېدې کوم خبر نه دی ورکړل شوی.

د دغې پاڼې د تېرو څو ورځو په خبرونو کې یوازې لیدل کېږي چې د غبرګولي په اوومه نېټه ولسمشر له لیرې په یوه ناسته کې له افغانستان سره د نړیوال بانګ د مرستو او ژمنو او همداراز د کورونا د ستونزې په اړه بحث او خبرې کړې دي.

اخوا ولسمشرۍ دفتر بیا ټینګار کوي چې له کورونا سره مبارزه د حکومت لومړیتوب دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«د افغانستان د ولسمشر کار اصلي برخه له کورونا ویروس سره مبارزه ده. د افغانستان پر اقتصاد د دغه ویروس منفي اغېزه ا نور پروګرامونه چې د اجرا په حال کې دي.»

بلخوا ځينې کابل ښاریان وایي په سیمو کې یې د هغو کسانو د شمېر د زیاتوالي کتونکي دي چې د کووېډ نولس ناروغۍ نښې لري، خو ویني چې په دې برخه کې د حکومت تدابیر کم شوي دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالله شیرزی وايي:«دولت اړ دی چې د دغه کار مخه ونیسي. د دې لپاره که چېرې ونه نیسي، یو ناورین به رامنځته شي.»

د کابل اوسېدونکې رخسار نظري وايي:«دولت نه شي کولای چې ټول په خپل حال پرېږدي چې خلک په عادي توګه خپلو کارونو ته ستانه شي.»

له دې مخکې د عامې روغتیا وزارت په ځلونو په هېواد کې له کورونا سره په مبارزه کې د پرمختګونو ډاډ ورکړی و.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح څرګندوي:«د افغانستان دولت او د عامې روغتیا وزارت د کورونا ویروس د ګواښ د کموالي په برخه کې پرله پسې پروګرامونه لرلي دي، چې په سیمه کې د یوه بریالۍ بېلګې په توګه مطرح وي.»

تراوسه په افغانستان کې د کابو څلور زره کسانو د کورونا د آزموینې پایلې مثبتې اعلان شوې او دا په داسې حال کې دي چې ټول په دې اند دي چې په هېواد کې لازیات کسان په کووېډ نولس ناروغۍ اخته دي، خو بېلابېلې ستونزې د دې لامل شوې چې زیات شمېر کسانو د کورونا ازموینه ونه شي. 

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، لا هم د کورونا پر ضد مبارزه د حکومت لومړیتوب او د پروګرامونو په سر کې ورته ځای ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ