Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګرځ بندیز پر خلاف پارکونو او تفریحي ځایونو ته د خلکو تګ

په داسې حال کې چې کابل ښار کې د پولیسو له خوا د ګرځ بندیز ډېر شوي، خو د دغه ښار ځينې اوسېدونکي د اختر په ورځو کې د ښار په ځينو برخو کې تفریحي ځایونو ته درومي.
  
د حبیب الله ځاځي پارک د ګرځ بندیز له امر څخه په سرغړونه د اختر په ورځو کې هم پرانیستی دی او ګڼ خلک د چکر لپاره ور روان دي.

دغه پارک چې په عادي ورځو کې تر ۴۰ زرو پورې کسان ورځي، نن هم له روغتیايي تدابیرو نیولو پرته د خلکو په مخ پرانیستی و.

د دغه پارک هټۍ هم پرانیستې دي او نن دغه پارک ته ورغلي خلک زیاتره ځوانان وو.

نږدې لس کسان چې غواړي په یوې ریکشا سره حبیب الله ځاځي پارک ته ولاړ شي.

دوی وايي، ټول د یوې کورنۍ غړي دي؛ خو هېڅ یوه یې هم روغتیايي سپارښتنې نه دي رعایت کړي.

د ریکشا چلوونکی عرفان الله وايي:«درې میاشتې هېڅ کار نه و. په کرنټين کې هېڅ کار نه و خو اوس درې ورځې کېږي چې ښه کار دی.»

د حبیب الله ځاځي په نامه پارک کې د اختر په دویمه ورځ هم داسې ګڼه ګوڼه ده.

پارکونه له عمومي ځایونو شمېر کېږي او د هغو فعالیت هم د کورونا ویروس له امله د حکومت له لوري منعه شوی دی.

د کابل د لوېدیځ یو تن اوسېدونکی عمر وايي:«ماسک مې درلود خو لرې مې کړ. په کرنټین کې په تنګ شوم. اړ شوم چې بیرون راووځم.»

د دغه پارک مسوولین هم دا مني چې، د دوی پارک ته په سلګونه کسان ورغلي او زیاتوي چې، ټول دغه کسان په خپل سر پارک ته دننه شوي؛ خو دغه کسان بیا وايي چې، د ټکټونو په اخیستو سره پارک ته دننه شوي دي.

د حبیب الله ځاځي پارک مرستیال حبیب جان ځاځی وايي:«پارک بشپړه بند و له هغه وخته چې دولت اعلان وکړ چې ښار قرنطین دی له هغې وخته تراوسه موږ پارک تړی و.»

د حبیب الله ځاځي پارک په داسې حال کې د سلګونه کابل مېشتو کوربه دی چې، حکومت پر تګ راتګ د محدودیت په لړ کې د پارکونو پر فعالیت هم بندیز لګولی دی.
 
کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې، د اختر په ورځو کې به هم د خلکو د تګ راتګ مخه ونیسي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه