Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روغتیا سازمان: ښايي د کورونا واکسین راتلوونکي کال کې ووېشل شي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کورونا ویروس واکسین به ښايي د ۲۰۲۱ زیږدیز کال په نیمايي کې د نړۍ هېوادونو په واک کې ورکړل شي.

دغه سازمان وايي چې د کورونا ویروس له هر واکسین څخه چې تر وروستي پړاو پورې په بریا سره وازمویل شي، په سلګونه مېلیونه به تولید شي او وروسته به د نړۍ هېوادونو ته ووېشل شي.

په نړۍ کې د کورونا ویروس له خپرېدو د کابو لسو میاشتو په تېرېدو سره، د دغه ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۷ مېلیونو ته نږدې شوی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان لوړپوړی پوهان سومیا سوامیناتان وویل:«موږ تمه لرو ځينې دغه واکسینونه چې د ازموینې په وروستي پړاو کې دي، د کال تر پایه او یا هم د راتلوونکي کال په پيل کې وروستي شي او سلګونه مېلیونه واکسین تولید شي. ښايي د ۲۰۲۱ کال په درېیمه میاشت کې د نړۍ هېوادونو ته د واکسین د لېږد شاهدان واوسو.»

د روغتیا سازمان وايي چې د کورونا ویروس واکسین باید په ټولو هېوادونو کې زیانمنو کسانو ته ورسېږي چې اغېزناک وي.

په دې لړ کې هغه روغتیايي کارکوونکي چې له کورونا ویروس سره په مبارزه کې یې تراوسه ۷۰۰۰ مړینه ورکړې ده، په لومړيتوب کې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان رییس ټډروس اډهانوم وايي:«کله چې د واکسین تولید زیات شي غواړو چې ټول خلک واکسین ته لاسرسۍ ولري؛ خو که چېرې امکانات کم وي، باید د روغتیايي کارکوونکو او هغه کسان چې تر ډېره له ګواښ سره مخ دي، لکه د ډېر عمره کسان او ناروغانو ته واکسین کولو کې لومړیتوب ورکړل شي.»

د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو پر بنسټ، په نړۍ کې د کورونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۶مېلیونه او ۶۳۸ زره او ۳۸۷ ته رسېدلی دی.

له دې ډلې ۸۷۴ زره او ۷۱۷ تنه ناروغان مړه شوي دي؛ خو د کووېډ نولس ډېری ناروغان ښه شوي دي.
 
شریک یي کړئ