Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روغتیا وزارت: هېواد کې ۱۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت هېواد کې په کرونا ویروس د ۱۰ میلیونو کسانو له اخته کېدو خبر ورکوي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر نن(چهارشنبې د زمري په ۱۵مه نېټه) خبري ناسته کې وویل چې د یوې ټول پوښتنې له مخې د هېواد ۳۱،۵ سلنه کسان چې کابو لس میلیونه کېږي، په کرونا ویرس اخته شوي دي.

احمد جواد عثماني زیاته کړه چې د اخته کسانو ډېر شمېر له ښارونو کې وو.

د سروې له مخې په اخته کسانو کې ۳۲ سلنه یې ښځې او ۲۹ سلنه یې هم نارینه دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ثبت بهیر پځ دی او د عامې روغتیا وزارت یې هم لامل د اختر شپو ورځو کې لابراتوارونو ته د خلکو نه مراجعه کول بولي.

خو داسې اندېښنې هم شته چې ښایې د اختر شپو ورځو کې دغه وبا بیا پراخه شوې وي.

شریک یي کړئ