Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو تر ولکې سیمه؛ د هلمند سنګین ته د طلوع نیوز د خبریال سفر

په دې راپور کې د هلمند ولایت سنګین ته چېرې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده، د طلوع نبوز خبریال، عبدالله همیم د سترګو لیدل حال بیان کړی دی.

عبدالله همیم چې په لومړي ځل د طالبانو ترولکې لاندې ولسوالۍ سنګین ته تللی وايي دمیله بازار هغه سیمې ته لاهم ډلې ډلې کسان راځي او د خپلو دوستانو یاد تازه کوي چې د تېرې دوشنبې په ورځ کې دیوه برید له امله لسګونه ملکي کسان مړه او ژوبل شول.

هغه د طالبانو له یوه غړي سره له اړیکې وروسته نهرسراج ته ولاړ او وروسته له هغې له یوه طالب سره یوځای په یوه موټر کې سنګین ولسوالۍ ته وخوځيد، دا دا طالب څه موده وړاندې ټپي شوی او اوس بیرته د خپلو ملګرو سره دجګړې لومړۍ کرښې ته ستنیږي.

عبدالله همیم وايي:«‎خبریال شوی یم دا مې لومړی ځل دی چې دطالبانو تر حاکمیت لاندې یوې ولسوالۍ ته ځم.د هلمند د نهرسراج ولسوالی څخه مو د طالبانو د یو لارښود سره د سنګین ولسوالی په لوري حرکت وکړ.»

همیم زیاتوي، د سنګین ولسوالۍ تر مرکزه مو د موټر په واسطه شاوخوا یو نیم ساعت سفر وکړ. د سنګین ولسوالۍ بازار ته نېږدې مې په لومړي ځل یو طالب جنګیالی د وسلې سره ولیدی چې یوازې ولاړ و. نېږدې درې ساعته مو په سنګین کې تېر کړل، خو د طالبانو تر حاکیمت لاندې سیمې کې مې هیڅ طالب د وسلې سره تر سترګو نشو.»

هغه وايي د طالبانو د داسې مشرانو سره مو هم ولیدل چې موږ ته يې د تصویر اخستلو اجازه نه راکوله.

تر لنډو خبرو وروسته هغې هدیرې ته ولاړو چې د دوشنبې د ورځې د توغندیز برید له امله د یوې کورنۍ نهم وژل شوی غړی په کي خاورو ته سپاری.

سنګین ولسوالی اوسیدونکی، محمد ناصر وايي:« د سنګین اوسیدونکو ډېری قربانۍ ورکیږي، پر ودونو بمبار کیږي، او داسې کورونه شته چې ټول کور يې تبا شوی دی. هلته چې په کابل کې یو پيښه وشي، دوی يې غچ په سنګین ولسوالۍ کې د عامو خلکو په وژلو سره اخلي. خلک مو ټول له منځه ولاړه.»

د طلوع نیوز خبریال همداراز وايي له هغه وروسته موږ د پيښې سیمي ته راغلو، دې ځای ته لاهم ډلې ډلې خلک راځي چې د پيښې یاد تازه کړي. وخت تېر شوی دی، خو لا هم دوشنبې د ورځې د پيښې ځينې اثار او علایم تر سترګو کیږي.

ویني، وژل شوي پسونه او دپیښې د قربانیانو چمپلان پراته، خو دلته داسې علایم نشته چې دلویو چاودنو ګواهي ورکړي.

سنګین ولسوالۍ کې قومي مشر، خدای رحیم څرګندوي:«دا مرمۍ د حکومت د خلکو دي د حکومت مرمی راځي، د خلکو په کورونو کې لویږي، خلک يې شهیدان کیږي، ټپیان کیږي، نه دلته دومره د روغتون امکانات شته. زموږ سره تر دې سخت ظلم کیږي، په ټوله هلمند کې د بلې کومې ولسوالۍ د اوسیدونکو سره داسې ظلم نه کیږي لکه زموږ سره چې کیږي.»

د سنګین ولسوالې د زاړه بازار په سیمه کې د بیړنیو مرستو یو روغتون هم شته. روغتیا پالانو يې راته وویل چې د دغه ډول لویو پيښو پرمهال له ستونزو سره مخ وي. دوی د جګړې د قربانیانو د درملنې لپاره کافي امکانات هم نه لري.

روغتیا پال، منیر احمد ژمن څرګندوي:«دا پيښه زموږ د روغتون په ۱۰۰ مترۍ کې وشوه او موږ عاجل سیمې ته ځان ورسوی، دا چي زموږ د روغتون امکانات کم، دي مړي او ټپیان هم ډېر وو، نو موږ ټول ټپي کسان چې ملکي وګړي وو، ټوله مو لښکرګاه ښار ته ورسول. دلته مو امکانات کم دي او د داسې پيښو پرمهال موږ له سختو ستونزو سره مخ کیږو.»

په تئره یوه لس ییزه کي دا لومړی ځل دی چې د هلمند سیمه ییز خبریالان د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمه کې خبر جوړ وي، زما سره په دې سفر کې په هلمند کې سیمه ییز خبریال روح الله روحاني هم ملګری دی، نوموړی وايي په هغو سیمو کې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ لاس په لاس کيږي یا د مرکز لښکرګاه نه لیري وي، خبریالي اسانه نه ده.

د خورشید تلویزیون خبریال، روح الله روحاني وايي:«‎زما د دندې پرمهال د طالبانو سیمې ته د تګ دا زما لومړنی تجربه وه چې د طالبانو تر واک لاندې سیمې کې درې یا څلور ساعته وخت تېر کړ د خلکو سره مو د نېږدې خبرې وکړي، ما ته يې دا احساس راکړ، چي زه یو بې طرفه خبریال یم او زه باید خپله بې طرفي حفظ کړو، او زما د دواړو لوریو څخه دا غوښتنه ده، چې موږ هیڅ وخت تر فشار لاندې رانه ولي.»

دا یوازې د سنګین د ملکي کسانو د ژول کېدلو غمیزه نه ده. روانه اوونۍ په هلمند کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له پلوه خورا خونړۍ وه.

په هلمند د بشر د حقونو د سیمه ییز دفتر مسولین وايي د روان لمریز کال د لومړنیو څلورو میاشتو په پرتله یوازې دغه اوونۍ ملکي تلفاتو تر بل هر وخت ډېراو د اندیښنې وړ دي.

په هلمند کې د بشري حقونو د سیمه ییز دفتر د معلوماتو او خپرونو مسوول، مقیم علیزی وايي:«د هلمند ولایت د ملکي وګړو لپاره دغه روانه اوونۍ ډېره خونړۍ وه، په دې اوونۍ کې دریو جلا جلا پیښو کې لکه په واشېر او ناوي ولسوالیو کې د سړک غاړې ماینونو د چاودونو او د سنګین ولسوالۍ په یوه میله کې پر ملکي وګړو د هاوان بریدونو له امله ۳۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۸ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي، دا که موږ د تېرو دریو یا څلورو میاشتو سره پرتله کړو، د دغې اوونۍ تلفات پر ډېر دي او دا زموږ لپاره د اندیښنې وړ دي.»

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما وايي د دوی موندنې ښه يې چې په سنګین ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د توغنديو برید د ملي اردو د ځواکونو لخوا د طالبانو د بریدونو په ځواب کي شوي دی.

د یادونې وړ ده چې په سنګین کې د دوشنبې د ورځې په هغه برید کې چې پر میله بازار وشو ۲۷ تنه ملکې وګړي وژل شوي او ۳۵ تنه ټپیان شوي دي.

عبدالله همیم وايي د هلمند سنګین ولسوالۍ د دوشنبې ورځې د پېښې په ځای کې ویني، وژل شوي پسونه او دپیښې د قربانیانو څپلۍ پرتې دي

شریک یي کړئ