Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فیروزالدین فیروز شونې ده د هېواد نیم نفوذ په کرونا اخته شي

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د سې شنبې په ورځ (د وري په ۵ مه) په یوې خبري ناسته کې وویل چې اټکلونه د دې ښودنه کوي که چېرې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره جدي تابیاوې ونه نیول شي، شونې ده د هېواد نیم نفوذ په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شي.

د دغې اټکل پر بنسټ، شونې ده چې د افغانستان سل زره وګړي د کرونا ویروس له امله ساه ورکړي.

ورته مهال د پرېکنده ملاتړ ماموریت هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په منځ کې پر دغه ویروس د خپلو څلورو ځواکونو له اخته کېدو خبر ورکوي.

د عامې روغیا وزیر ګواښ کوي چې د روغتیا نړیوال سازمان اټکلونه د دې ښونه کوي که چېرې په ټولو کچو کې تابیاوې ونه نیول شي، شونې ده چې د هېواد نیم نفوذ پر کرونا ویروس اخته شي او له دې ډلې څه باندې سل زره انسانان به په هېواد کې د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

ښاغلي فیروز په دې اړه زیاته کړه:«د ۱۶ مېلیونو له ډلې ۶۶ سلنه یې چې اته مېلیونه کېږي کولای شي علایم څرګند کړي او له دغو اتو مېلیونو تنو څخه ۷۰۰ زره تنه یې روغتون ته د تګ اړتیا لري او له دغو ۷۰۰ زره تنو، ۲۱۰ زره یې جدي مراقبت ته اړتیا لري او له دغو ۲۱۰ زرو له ډلو، خدای مه کړه، شونې ده چې باید ۱۱۰ زره ته یې ومري.»

د عامې روغتیا وزارت وايي که چېرې جدي تابیاوې په پام کې ونیول شي شونې ده پر دغه ویروس کم اخته کسان ومري.

ښاغلي فیروز زیاته کړه:«هر څه چې زموږ په اختیار کې دي د هغه په اغېزمنه توګه استفاده کوو له دغه وضعیت سره مبارزه کوو.»

له دې مخکې د ولسمشر سلاکار د هرات قرنطین کول له وخت مخکې ویلي وو، خو د عامې روغتیا وزارت په هرات کې پر سختو تدابیرو ټینګار کوي.

ښاغلي فیروز څرګنده کړه:«هغه هېڅوک باید له کور څخه ونه وځي، د اړتیا په صورت کې روغتیايي مرکزونو یا د جنازې خاورو سپارلو مراسمو ته کولای شي په محدوده بڼه وي.»

اوس د ولسي جرګې ځينې غړي د حکومت له خوا د عامې روغتیا وزارت ځينو حکومونو نه عملي کېدل د شرم وړ ګڼي.

د ولسي جرګې غړی مامور احمدزی وايي:«په دې اړه د شرم وړ دی، د خندا وړ دی او دا د افغانستان له ملت سره ستره جفا ده او باید بې پامي ونه شي.»

د ولسي جرګې بل غړی نوریه حمیدي هم زیاتوي:«دا مورد باید سیاست لوري ته یو نه وړلی شي، حکومت، دولت او ملت مکلفیت لري.»

په دې وروستیو کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت وايي چې د دغو ځواکونو څلور تنه پوځیان په کرونا ویروس اخته دي.

د دغو ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پوځيان په تازه ګۍ سره افغانستان ته راغلي دي او د هغوی له ازموینې شوې ده، په دغې اعلامیه کې راغلي دي چې ټول هغه کسان چې له دغو څلور پوځيانو سره په اړیکه کې وو، د هغوی ازموینه به وشي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدل ورځ په ورځ خطرناکه کېږي. له هرات وروسته، د کابل شپږ مېلیوني ښار د دغاه ویروس له جدي ګواښ سره مخ دی. 

شریک یي کړئ