Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فیروز: افغانستان د «ار اېن اې» د استخراج الې له کموالي سره مخ دی

د عامې ورغتیا وزیر فیروز الدین فیروز مني چې افغانستان د کورونا ویروس د شکمنو پېښو د ازمایښت په کار کې د «ار اېن اې» د استخراج الې له کموالي سره مخ شوی دی. هغه هم په داسې وخت کې چې د نړۍ ډېری هېوادونه له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.

د فیروز الدین فیروز په وینا، دم ګړۍ په هېواد کې د کورونا ویروس د معاینې ۴۰ زره کېټونه شتون لري؛ خو په مقابل کې، د «ار اېن اې» د استخراج الې ډېرې کمې دي.

د «ار اېن اې» د استخراج  بهیر چې اوس د کورونا ویروس د مشکوکو پېښو په ازمایښت کې هم کارول کېږي، داسې دی چې په هغه کې، د یوه موجود اخیستل شوی سمپل، هم اندازه کېږي او هم سلولي جلا او چاڼ کېږي.

 د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په دې اړه وویل:«د نړۍ په کچه په بشپړه توګه معدود شوي، حتا کم شوي، ډېر په ستونزو سره ترلاسه کېږي. موږ همدا اوس، زموږ د تشخیصیه ټسټ تعداد کافي دی. موږ د ۵۰ تر ۶۰ زره تنو لپاره ټسټ لرو چې ترسره یې کړو؛ خو «ار اېڼ اې اسټرکشن» نشته؛ ډېر کم دي.»

د عامې روغتیا وزارت په وینا په نړۍ کې د دغو وسایلو کموالي افغانستان هم دې ته اړکړی چې د کورونا د شکمنو پېښو د ټسټ کولو لپاره د نورو بدیلو لارو په لټه کې شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي:«په دې وروستیو کې د روغتیا نړیوال سازمان ځينې مرستې کړي چې ځینې ټسټونه یې کندهار، هرات، او کابل ته استول شوي دي؛ خوبیا هم موږ د بدیلو لارو په لټه کې یوو. د «ار اېن اې اسټرکشن» څخه پرته نه کېږي چې د ټسټونو کېټ نتجه ورکړي.»

تر دې وړاندې په کابل کې د افغان - جاپان روغتون مسوولانو ویلي دي چې د کورونا د شکمنو پېښو لسګونه بېلګې یې مرکزي لابراتوار ته لېږلي دي؛ خو څو اوونۍ کېږي چې د ظرفیت د کموالي له امله د ډېری دغو سمپلونو یا بېلګو پایلې نه دي څرګندې شوې. دا هغه څه دي چې د ډاکټرانو په باور ناوړه اغېزې به ولري.

ډاکټر صمیم رهپایا په دې اړه څرګنده کړه:«کله چې بېلګه اخیستل کېږي تر دې چې لابراتوار ته راوړل کېږي. چې دوه درې ورځې وخت نیسي چې دا په خپله د وسعت په منځ کې د عامل د له منځه تللو لامل کېږي چې زموږ د معاینې پایله سل په سلو کې منفي ښيي او یا هغه حساسیت چې زموږ بېلګه یې په «پي سي ار» کې ولري، هغه فوق العاده ټېټېږي چې د سرورکۍ او په منفي او یا هم په کاذبه توګه د پایلې د ثابتېدو لامل کېږي.»

اوس مهال په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د کورونا د شکمنو پېښو لابراتوارونه  فعال دي.

د عامې روغتیا زوارت ټینګار کوي چې که د کورونا د شکمنو پېښو د جانبي وسایلو کموالی نه وي؛ افغانستان اوس هم کولای شي؛ په ورځ کې پر کووېډ نولس ناروغۍ له شکمنو اخته کسانونه تر ۵۰۰ پورې اخیستل شوې بېلګې وازمويي.

دغه وزارت هیله څرګندوي چې تر راتلونکو لسو ورځو به په هېواد کې د کورونا د شکمنو پېښو د ازمویلو ظرفیت زیات شي.

تراوسه په افغانستان کې د کورونا ویروس ۹۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ډېری یې په هرات او کابل ولایتونو کې دي.

شریک یي کړئ