Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له مزار وروسته هرات کې هم د کورونا د تشخیص مرکز چارې ودرول شوې

د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د کورونا د تشخیص مرکز چارې د امکاناتو د نشتون له امله درول شوې دي.

تېره ورځ، په بلخ ولایت کې هم د کورونا د تشخیص د مرکز چارې د ورته دلیل له امله ودرول شوې.

په ټول هېواد کې د کورونا د تشخیص اوه مرکزونه شتون لري؛ دوه په کابل او یو یو په هرات، بلخ، کندهار، او ننګرهار ولایتونو کې دي.

هر مرکز څو ولایتونه تر پوښښ لاندې لري.

په هرات کې د کورونا ویروس د شکمنو ناروغانو له زیاتوالي سره په یو وخت د کورونا د تشخیص لابراتوار د فعالیت په درېدو سره د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي د دغه ولایت په لابراتوار کې د ځینو امکاناتو د نشتوالي له امله د کورونا ویروس د آزموینې بهیر درول شوی دی.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی په دې اړه وايي چې د اړتیا وړ تجهیزات یې له کابله غوښتي خو تراوسه نه دي رسېدلي.

په هرات کې د کورونا ویروس د تشخیص لابراتوار د کار دردو د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي، د هرات ولایتي شورا وايي کورونا ویروس د دغه ولایت د اوسېدونکو روغتیا ګواښي او باید د کووېډ نولس ناروغان تشخیص شي او له سالموکسانو لیرې وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې سرچینو طلوع نیوز ته تایید کړې وه چې ولسمشرۍ ماڼۍ عامې روغتیا وزارت ته حکم کړی چې د مشرانو جرګې د مشر فضل الهادي مسلمیار او کورنۍ معاینات وکړي.

د عامې روغتیا وزیر او د فاریاب والي وايي چې په کابل او نورو ولایتونو کې ځينې زورواکي او دولتي کارکوونکي له هوسه د دې ناروغۍ معاینات کوي.

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا د نړیوال سازمان په همغږۍ د دغه ولایت د لابراتوار د ستونزې د هواري لپاره هڅې کوي.

په هرات کې په داسې حال کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار فعالیت درول شوی چې په وروستیو ورځو کې په دغه ویروس د شکمنو کسانو شمیر زیات شوی دی.  

هرات د هېواد په لوېدیځ کې موقعیت لري چې له ایران سره ګډه پوله لري او په افغانستان کې د کورونا مثبته پېښه په دغه ولایت کې ثبت شوه، او په افغانستان کې د کووېډ نولس تر ټولو لوړ شمېر لري.

په ټول افغانستان کې د ۹۹۶ ناروغانو له ډلې څه باندې ۴۰۰ یې په هرات ولایت کې دي.

شریک یي کړئ