Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ګرځ بندیز سره سره کابل کې د خلکو ګڼه ګوڼه

په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتنه کوي چې د کرونا ویروس خپرېدا مخنیوي په موخه دې په کورنو کې پاتې شي، خو داسې ښکاري چې خلک دې خبرداریو ته پام نه کوي.

هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدا له کبله حکومت په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې پر ګرځېدو بندیز ولګولو.

خو لا هم ښار کې ګڼه ګونه ده، د کابل اوسېدونکی، محمد صمیم په دې اړه وايي:«یوه ستونزه فقر ده او خلک د بې وزلۍ له کبله بهر ته وځي او اړ دي چې یوه مړۍ ډوډۍ ترلاسه کړي.»

د کابل بل اوسېدونکی، سمیر احمد زیاتوي:«ډېر خلک د مجبورۍ له کبله بهر ته وځي، له ځینو چې پوښتنه کوې وايي چې د خوړلو لپاره څه نلرو او اړ یوو چې کار وکړو نو ځکه د غریبۍ له کبله بهر ته وځو څو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.» 

د کابل اوسېدونکي وايي چې د خپلو ماشومانو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په موخه بهر راوځي.

د کابل اوسېدونکی، هارون زیاتوي:«مجبوري ده، سخته ده، څه نلرو، د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره راوځو، د هغو کسانو چې ژوند ښه دی په کور کې دي.»

د کابل اوسېدونکي له حکومته غوښته کوي چې له اړو کورنیو سره مرسته وکړي.

د کابل اوسېدونکې، روزینا زیاتوي:«له حکومته دا غوښتنه لرم چې له غریبو او کونډو سره مرسته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی دا چې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او د مخنیوي یوازېنۍ لار یې کور کې پاتې کېدل او د روغتیايي لارښوونو عملي کول دي.

په دې وروستیو کې د پلازمېنې په بېلابیلو برخو کې د خلکو تګ راتګ او ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

شریک یي کړئ