د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۲۱۵ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د یاد وزارت مرستیال، وحید مجروح نن(جمعه د غويي په ۱۹مه نېټه) وايي چې له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۳۷۷۸ ته ورسید.
همداراز د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیې چې تېره شپه ورځ کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله ۳تنه مړه شوي او ۴ تنه روغ شوي دي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۰۹ او د روغو هم ۴۷۲ ته رسیږي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې تازه پېښې د ۷۱۴ مشکوکو پېښو ثبتې شوې دي.
په همدې حال کې د اعلان شویو شمېرو له مخې هرات کې ۵۷، کابل کې۵۰، بلخ کې ۳۱، کندهار ۱۷، جوزجان ۱۱، پکتیا ۹، غور ۸، کنړ ۷، لوګر۶، ننګرهار ۵، فاریاب ۴، زابل ۳، پکتیکا ۳، لغمان ۲ او خوست کې هم دوې پېښې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت وايي هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ په زیاتېدو دي او که خلک ټولنیز واټن او روغتیايي تابیاوې په پام کې ونه نیسي، نو دا ویروس په پراخه کچه خپور شي.