Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې اوه مشکوکه تښتېدلي ناروغان بېرته روغتونونو ته راوستل شوي

هرات کې هغه اوه تنه پر کرونا ویروس مشکوکه ناروغان چې د دغه ولایت د کووېډ نولس روغتون څخه تښتېدلي وو، بېرته دغه روغتون ته راستانه شوي دي.

ځينې دغه ناروغان وايي چې د امکاناتو د نشتوالي او دغو ناروغانو ته د سمې پاملرنې د نه کېدو له امله یې دا روغتون پرېښی وو. 

شکمن ناروغ غلام نبي په دې اړه وايي:«ناروغان بیرون راووتل او اعتراض یې وکړ هغه هم د دغه ځای د امکاناتو په خاطر، ناروغانو وویل چې امکانات نشته موږ له دې ځایه ځوو. هغوی ولاړل موږ هم درې څلور تنه پاتې شوو موږ هم ولاړو. چا ونه ویل چې چېرته ځئ او ولې ځئ؟»

شکمنه ناروغه فریبا هم زیاتوي:«د کچالو خوړلو څخه د خلکو ژوند تباه شو، څه نشته چې وې خوري، اوس کېږي چې زه او ته احتیاجي ونه لرو، خو خلک غریب دي د همدغه روغتون ډوډۍ ته اجتیاجي لري.»

د هرات ولایتي شورا په دغه ولایت کې د امکاناتو له نشتوالي او له کرونا ویروس سره په مبارزه کې د حکومت پر بې پامۍ نېوکه کوي. 

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزايي په دې اړه وویل:«هېڅ امکانات نه لري، ناروغانو ته خواړه نه ورکوي، هغه ناروغان چې تښتېدلي حق پ جانب دي، زه چې ناروغ وم زه هم تښتم.»

د هرات د ولایتي شورا غړی نور احمد حیدري هم څرګنده کړه:«له بده مرغه د ناروغانو معاینات په کابل کې ترسره کېږي. دا د ناروغانو د بې اعتمادۍ لامل کېږي او ځينې ناروغان له روغتونه بهر شوي وو.»

د هرات د عامې روغتیا رییس هم مني چې د امکاناتو د نشتوالي له امله ځينې شکمن ناروغان په یوې خونه کې ساتل کېږي.

د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا په دې اړه وايي:«هغه ناروغان چې پایله یې مثبته ده، جلا دهلیز لري، هغه ناروغان چې په لومړي ځل منفي ځواب ترلاسه کوي د هغوی دهلیز جلا دی... خونې ډېرې دي او ټول یې ماسکونه لري او همدارنګه د یو مټر واټن هم مراعت شوی دی.»

په هرات کې د کرونا ویروس دیارلس مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې ډېری دغه ناروغان په کورونو کې له نورو بېل ساتل کېږي. په کووېډ نولس ناروغی یو اخته کس چې له روغتون نه تښتېدلی دی لا هم لادرکه دی.

ریاست صحت عامه هرات می‌پذیرد که به علت نبود امکانات شماری از بیماران مشکوک در یک اتاق نگهداری می‌شوند.

شریک یي کړئ