Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د خلکو لخوا د ګرځبندیز نه مراعاتول

په داسې حال کې چې هرات ولایت کې د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي په موخه ګرځبندیز لګول شوی، خو لا هم د ښار سیمې له ګڼې ګونې ډکې دي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې ښار کې د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی او خلک باید له ګرځېدو ډډه وکړي، څو یاد ویروس مهار شي.

د هرات د عامې روغتیا مرستیال، محمدآصف کبیر وايي:«که د کرونا ویروس د مهال په برخه کې خلک قرنظین مراعات نشي، نو د کرونا ویروس د خلکو اخته کولو په برخه کې کوخه ملاحظه نلري، دا ویروس کولی شي چې د ایران او اروپايي هېوادونو لپاره افغانستان کې ناورین رامنځته کړي.»

په همدې حال کې د هرات ولایت ځيني اوسېدونکي بیا د دغه حالت په تړاو اندېښمن د او له خلکو غواړي چې روغتیايي لارښوونو ته پام وکړي.

د هرات ولایت اوسېدونکی، غني شاه فیض زاده څرګندوي:«ډېر خلک د اقتصادي ستونزو له کبله بهر راوځي، امکانات نلري چې کور کې پاتې شي.»

د هرات بل اوسېدونکی، بشیر احمد زیاتوي:«لیدل کیږي چې خلک سره راټولیږي، باید چې دوه متره واټن ولري. که په ګڼه ګوڼه کې یو کس ککړ وي، ټول به ککړ شي.»

سیمه ییز چارواکي د خلکو ګرځېدو محمدویت لپاره ستونزې لري او د نوې تګلارې په لټه کې دي.

د هرات والي، سید وحید قتالي وايي:«د کرونا ویروس مخنیوي لپاره هرات کې ستونزې شته، او د هرات ښار د قرنطین حالت ښه روان نه دی، اوس موږ د تازه تګلارې په لټه کې یوو.»

هرات کې د فوق العاده حالت او د قرنطین نه د دوو اوونیو په تېرېدو سره بیا هم ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ښکاري.

شریک یي کړئ