Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د کورونا تشخیصیه مرکز کې د وسایلو کمښت په هکله اندېښنې

هرات کې د کورونا ویروس تشخیصیه مرکز کې د روغتیايي وسایلو کمښت، د هرات د ولایتي شورا د غړو او په دغه ویروس د شکمنو کسانو اندېښنې راپارولې دي.

هغوی وايي چې د روغتیايي وسایلو کمښت د دې لامل شوی چې پر کووېډ نولس ناروغۍ شکمن کس د ورځو لپاره په تمه پاتې شي چې هغوی معاینه شي.  

د کووېډ ۱۹ شکمن ناروغ طه صاحب زاده وايي چې په خپل ځان کې یې د کورونا ویروس نښې نښانې لیدلي دي، او د هرات حوزوي روغتون ته راغلی چې معاینه شي:«تېره ورځ هم دلته راغلی وم، ماته یې وویل چې نه شو کولای معاینه وکړو. وې ویل چې زموږ لوازم خلاص شوي او نور تراوسه زموږ لپاره نه دي راغلي. نن هم راغلم او وې ویل چې نن هم زموږ لوازم خلاص شوي دي.»  
          
د کووېډ ۱۹ بل شکمن ناروغ محمد داوود هم وايي:«دلته روغتون ته راغلی یم. ما ته وايي چې زموږ لوازم خلاص شوي او اوس په تمه یوو چې څه وخت توکي رارسېږي.» 

د هرات ولایتي شورا په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د  معاینې پر څرنګوالي نېوکه کوي او د دغه ولایت د لابراتوار امکانات خورا کم بولي.      

د هرات د ولایتي شورا غړی مهدي حدید څرګنده کړه:«تر ټولو اصلي ننګونه چې هرات اوس ورسره مخ دی، د ورځنۍ معاینې د اجرا کېدو د وړتیا کموالی دی.»
 
د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي چې د اړتیا وړ امکاناتو د نشتوالي له امله په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د تشخیص د لابراتوار کارونه دوه ورځې په ټپه ولاړ وو.    
 
د هرات د حوزيي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی هم وايي:«په دوه ورځو کې چې ځنډ راغلی، کابو ۳۰۰ بلګې د معاینې لپاره د هرات په مرکز کې وځنډول شوې، خو له دې وروسته کله چې توکي راورسېدل، د لابراتواري معاینانو بهیر بیاځلې پیل شو.»

د ورځې د هرات څه باندې ۲۰۰ اوسېدونکي د کورونا ویروس د معاینې لپاره د دغه ولایت لابراتوار ته راځي؛ خو په څلرویشتو ساعتونو کې د دغه لابراتوار ظرفیت ۱۴۰ ازموینې یا معاینې دي.

 د هرات لابراتوارته  هره ورځ له غور؛ فراه؛ بادغیس او نمیروز ولایتونو هم لسګونه کسان د معاینې لپاره راځي.

د ورځې د هرات څه باندې ۲۰۰ اوسېدونکي د کورونا ویروس د معاینې لپاره د دغه ولایت لابراتوار ته راځي.

شریک یي کړئ