Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۹۳۹ ته ورسید

‏د عامې روغتیا وزارت ویاند، وحید مایار د هېواد په کچه تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د تازه ۱۱۰ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ چې ۵۸ یې کابل کې دي.

ښاغلي مایار چې نن(چهارشنبه د غويي په ۱۰مه نېټه) کابل کې خبري ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه چې له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۹۳۹ ته ورسید.

له تازه ثبت شویو پېښو سره کابل د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له پلوه په سر کې دی.

همداراز د کابل ترڅنګ کندهار کې ۱۵، پکتیا کې۱۲، غزني کې ۶، ننګرهار کې ۵، لغمان کې ۵، تخار او فراه کې هم درې درې، هلمند کې ۲، کندز کې یوه د کرونا ویروس مثبته پېښه ثبت شوې ده.

په همدې حال کې ‏تېره ورځ هرات کې د کووید ۱۹ درېوو ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی.

‏د یاد لایت د عامې روغتیا رییس، عبدالحکیم تمنا وایي یادو ناروغانو جدي تنفسي ستونزې درلودې. له دې سره هرات کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۳ ته ورسید.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه