Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۶۴۰۲ ته ورسېدې

د عامې روغتیا وزارت تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس د ثبت شویو پېښو شمېر اعلا کړ.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴۹ مثبتې پېښې په هېواد کې ثبت شوې دي.

د تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۶۴۰۲ ته ورسېدې.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېره شپّ ورځ کې ۱۵ د کووید نولس ناروغان مړه شوي او ۳۲ نور روغ شوي دي.

له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۶۸ تنو ته ورسید او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۷۷۷ دی.

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی اوباید خلک یې بابېزه ونه ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد کې د کرونا ویروس د پراختیا سره د بلخ ولایت کې ګرځبندیز لیري شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی اوباید خلک یې بابېزه ونه ګڼي

شریک یي کړئ