خد عامې روغتیا وزارت هېواد کې د کرونا ویروس د ۲۸۱ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې له دې سره هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۴،۹۶۳ تنو ته ورسید.
د عامې روغتیا وزارت همداراز وايي چې تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کیله ۱۲۷ تنه مړه شوي دي، خو ۶۱۰ تنه روغ شوي هم دي.
همداراز تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار، نیمروز او جوزجان کې د کووید ۱۹ پنځه تنه ناروغ مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې بیا هم کابل د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ثبت سره په سر کې دی او په کې ۸۴ پېښې ثبت شوې دي.
ورپسې بلخ ولایت دی چې په کې ۳۳ پېښې ثبت شوې دي.
همداراز د تازه ثبت شویو پېښو له ډلې هرات ۱۲، کندهار، ۱۳، پکتیا ۱، نیمروز ۲، ننګرهار ۲۰، بادغیس ۲۰، هلمند ۷، غور۲، تخار ۱۴،میدان وردګ ۲۸، بغلان ۱، سمنګان ۱، جوزجان ۴، فاریاب ۱، کندز ۵، پروان ۴، کاپیسا ۳، بدخشان ۳، سرپل ۵ او ارزګان کې یوه پېښه ثبت شوې ده.