وروستي خبرونه
Thumbnail
روغتیا

هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۷زرو واوښت

د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۴۰۸ تازه مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ.

یاد وزارت نن(دوشنبې د غويي په ۲۹ مه نېټه) د تازه شمېر له خپرېدو سره وايي چې هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۰۷۲ ته ورسید.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۵۸ مشکوکې پېښې کتل شوې دي او له ډلې یې ۴۰۸ پېښې مثبتې وې.

د تازه پېښو له مخې بیا هم کابل کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ۱۶۲ دي.

همداراز هرات کې ۹۵، بلخ ۳۱، تخار ۲۰، خوست ۱۹، پروان ۱۸، پکتیا ۱۵، وردک ۸، لوګر ۷، بغلان ۶، دایکندي ۵، غور ۵، کنړ ۴، پکتیکا، ۴، پنجشېر ۳، کندز ۳، کاپیسا ۲ او لغمان کې ۱ پېښې ثبت شوې دي.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۳ تنه د کووید نوولس ناروغۍ له کبله مړه شوي دي له دې سره د ټولو مړو شویو شمېر ۱۷۲ تنو ته ورسید.

تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۳ تنه د کووید نوولس ناروغۍ له کبله مړه شوي دي له دې سره د ټولو مړو شویو شمېر ۱۷۲ تنو ته ورسید

شریک یي کړئ