Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د کرونا ویروس د ۴۱۴ تازه مثبتو پېښو ثبت

د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د۴۱۴ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.

د یاد وزارت مرستیال، وحید مجروح  نن(جمعه د غويي په ۲۶مه نېټه) وايي چې له دې سره د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۵۳ ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۲۲ مشکوکې نښې کتل شوې او له ډلې یې ۴۱۴ مثبتې ثابتې شوې دي.

تازه علان شوې مثبتې پېښې ۱۹ ولایتونو کې ثبت شوې دي چې لوړ شمېر یې کابل کې دی.

کابل کې  ۱۶۲ پېښې، هرات کې ۱۳۲، بلخ ۲۶، سمنګان ۱۹، کندهار ۱۳، پکتیا ۱۲، جوزجان ۹، لغمان ۸، فاریاب ۶، زابل ۵، کندز۵، پکتیکا ۴، خوست ۳، بدخشان ۳، کاپیسا ۲، غزني ۲، دایکندي، سرپل او هلمند کې یو یوه پېښه ثبت شوې ده.

همداراز تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ تنه د کووید نوولس ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

له دې ډلې بلخ کې ۴، بغلان کې۲، ننګرهار کې ۲، تخار کې ۲، کابل، ‎ وردک، پنجشیر،  پروان، پکتیکا یو یو کس مړه شوی دی.

له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۳ ته ورسید.

د یادونې ده چې له کابله وروسته تر ټولو د کرونا ویروس لوړ شمېر هرات ولایت کې ثبت شوی دی.

د هرات ولایت روغتیايي چارواکي تېرو ۴۸ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۳۲ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند، محمدرفیق شېرزی  وايي چې تازه ثبت شویو پېښو کې ۸۸ یې نارینه او ۴۴ یې ښځې دي.

شریک یي کړئ