Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۲ زرو واوښتې

  د عامې روغتیا وزارت نن چهارشنبې( د غبرګولي په ۷مه نېټه) د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۶۲۵ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.

له دې سره د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۱۲ زره او ۴۵۶ ته ورسېدې.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وحید مجروح وايي چې د کرونا ویروس ځنځیر ماتولو لپاره باید پر تګ راتګ بندیز دوام وکړي.

نوموړی هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالي په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي چې خلک باید ګرځبندیز ته پام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ تنه د کووید نوولس ناروغۍ له کبله مړه شوي او له دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۲۷ ته رسيږي.

همداراز یادې مودې کې ۱۰ تنه هم روغ شوي او د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۱۱۳۸ دی.

د تېرو ورځو په څېر بیا هم ډېرې مثبتې پېښې لري چې ۳۶۰ دي او هرات د ۱۰۸ پېښو سره ورپسې دی. بلخ ولایت کې هم ډېر شمېر مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۵۰ دي، پروان کې ۲۶ او تخار ۲۴ پېښې ثبت شوې دي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۶۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

شریک یي کړئ