Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۹۲۱۶ ته ورسېدې

د هيواد د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر نن(جمعه د غبرګولي په ۲مه نېټه) علان کړ.

د یادو شمېرو له مخې د هېواد په کچه ۵۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ډېر شمېر یې په کابل ښار کې دي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې له تازه ثبت شویو شمېرو سره هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۹۲۱۶ ته ورسید.

د تازه اعلان شویو شمېرو له مخې، کابل کې  ۳۱۶ ، هرات کې۴۷، بلخ ۱۹، پکتیا ۵، ننګرهار۲۴، تخار ۲۴، بغلان ۲۳، غزني ۱۳، وردک ۳، لوګر۱، لغمان ۱۵، کندز۴، فراه ۱۵، پنجشېر۸، پروان ۱، کنړ ۱۸، دایکندي ۵ او نورستان کې هم ۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز د حج او اوقافو وزارت سره په ګډه خبري ناسته کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتوالي خبر ورکړ.

هغه وویل چې هره ورځ د نېږدې زرو مشکوکو پېښو له ډلې نیمايي مثبتې وې، په داسې حال کې چې مخکې له دې به یوازې دوه سوه شاوخوا مثبتې پېښې راوتلې دي.

ښاغلي فیروز یې لامل د خلکو لخوا د ګرځبندیز نه مراعاتول وباله.

ښاغلي فیروز له خلکو غوښتنه وکړه چې روغتیايي تابیاوې په پام کې ونیسي او په اختر کې هم خپلو کورونو کې پاتې شي.

د عامې روعتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ټول هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۱۲ تنه مړه شوي دي چې له دې سره د ټولو مړو شویو شمېر ۲۰۵ ته رسېدلی او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۹۹۳ تنه هم روغ شوي دي.

شریک یي کړئ