Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۱۷ ته ورسېدې

د عامې روغتیا وزارت د جمعې پر ماښام هېواد کې د کرونا د ۱۵ نویو پېښو له ثبته خبر ورکړ.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار، په یوې خپرپاڼه کې ویلي چې هرات ولایت کې ۱۶ نوې پېښې او درې نورې یوه په فراه او دوه هم په غزني او یوه هم په کابل ولایت کې ثبت شوې دي.

د هغه په وینا چې د دغو پېښو له ثبت سره په کووېډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۱۷ تنو ته ورسېد.

د ۱۱۷ پېښو په منځ کې دوه ډیپلوماټان او څلور بهرني پوځيان هم شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تراوسه له ډلې درې تنه مړه شوي او د څلور تنو درملنه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د کووېډ نولس ناورغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره په کابل کې پر تګ راتګ محدودیت لګولی دی، هغه ښار چې پنځه مېلیونه اوسېدونکي لري.

دغه بهیر نن شنبې پيل او د درې اوونیو لپاره به دوام وکړي.

«له کرونا سره د مبارزې کمېټې» د پرېکړې پر بنسټ پلازمېن مشیتي نه شي کولای په دغې موده کې د روغتیايي خدمتونو، بانکوالۍ خدمتونو، د خوراکي توکو چمتووالي او امنیتي خدونو څخه پرته له کورنو بهر شي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي کابل تل د عامې ورغتیا له وزیر او د کورنیو چارو له سرپرست سره نن (جمعه د کب په ۸مه) په دې اړه په خبري ناسته کې حضور پیدا کړی او وویل چې له شنبې تر درې اوونیو ټولې غونډې لکه فاتحې، د واده مراسم، تفریح ځایونه، تعلیمي او تحصیلي بنسټونه، رسټورانټونه، حمامونه، سپورټي لوبغالي به کابل کې تړلي وي. همدا ټول هغه مسافر وړونکي موټر چې له څلورو ډېر سپرلۍ ولري د فعالیت اجازه نه لري او همدارنګه بسونه اجازه نه لري چې له کابله او نورو ولایتونو کابل ته مسافر ولېږدوي.

شریک یي کړئ