Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس ۱۶۸ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې

دعامې روغتیا وزارت ویاند، وحید مجروح وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي چې نن(چهارشنبې د غويي په ۱۷مه نېټه) کابل کې د خپري ناستې پر مهال خبرې کولې، زیاته کړه چې اوس مهال هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۳۳۹۲ ته رسېدلی.

د تازه ثبت شویو مثبتو پېښو له ډلې کابل (۶۷)، هرات (۳۲)، کندهار (۱۴)، بلخ (۴)، پکتیا (۴)، ننګرهار (۱۱)، لورګ (۸)، لغمان (۱)، هلمند (۱)، سمنګان (۱)، بغلان (۴)، فاریاب (۹)، کنړ (۲) سرپل (۱) او نورستان کې (۱) ثبت شوې دي.

د یادونې ده چې نوستان ولایت کې دا لومړنۍ پېښه ده چې ثبتیږي او مخکې له دې په کې کومه پېښه وه ثبت شوې.

ښاغلي مجروح وویل چې تر اوسه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۱۰۴ تنه مړه شوي او ۴۵۸ تنه روغ شوي هم دي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله ۹ تنه مړه شوي او ۳۷ تنه روغ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر له ۲۵۷ زرو زیات شوی او له دری نیم میلیونو زیات پرې اخته دي.

تر اوسه نړۍ کې یو میلیون او۱۹۹ زره د کووید نوولس له ناروغۍ روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې تر اوسه پورې د هېواد په کچه ۱۳ زره او ۷۷۷ د کرونا ویروس نښې کتل شوې دي

شریک یي کړئ