Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس ۲۳۴ تازه پېښې ثبت او ۲۱ ناروغان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت نن (چهارشنبه د چنګاښ ۴ مه نېټه) په هېواد کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کورونا ویروس د ۲۳۴ مثبتو پېښو له ثبتېدو خبر ورکړ.

د تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د  کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر  ۲۹،۷۱۵  ته ورسید چې له ډلې یې ۱۹،۱۳۲ فعالې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس۶۵۱ نښې کتل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت همدارنګه رپوټ ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ناورغۍ ۲۱ ناروغان مړه شوي او ۶۰۹ تنه روغ شوي دي.

له دې سره هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۳۹ او د روغو شویو ۹۸۶۹ ته ورسید.

د تازه شمېرو له مخې کابل کې ۱۲۴، هرات کې ۳۴، ننګرهار کې ۱۰، بامیانو کې ۲۴، بادغیس کې ۸، لوګر کې ۳، پروان ۲، بدخشان ۶، لغمان ۲، کنړ ۷، پنجشېر۳، کاپیسا ۷ او دایکندي کې ۴ ثبت شوې دي.

تر اوسه  نړۍ کې له ۴۸۸ زرو ډېر د کوویډ نوولس ناروغان مړه شوي دي او له ۹ میلیونو او ۲۶۳ زرو ډېر پرې اخته دي.

شریک یي کړئ