روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۲۸ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د وږي په ۲۰مه نېټه) یې له رسنیو سره شریک کړي، ښیې چې تازه پېښې د ۳۴۳ کتل شویو نښو پایله ده.
همداراز یاده موده کې ۸۱ د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي او د مړینې هېڅ پېښه نه ده ثبت شوې.
د شمېرو له مخې تازه پېښې ۴ کابل، ۱۱ هرات، ۴ بلخ، ۲ کندز او ۷ هم په دایکندي ولایتونو کې ثبت شوې دي.
له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۸ زره او ۵۷۲ ته رسیږي چې له ډلې یې ۶۰۲۳ یې فعالې دي.
د شمېرو له مخې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله ۱۰۵ زره او ۷۶۵ زره نښې کتل شوې دي.