د عامې روغتیا وزارت د تازه خپرو شویو مالوماتو له مخې تېره شپه د کرونا ویروس ۲۷۹ مثبتې پېښې د هېواد په کچه ثبت شوې دي او له دې سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۲زره او ۹۵۱ ته ورسید.
دغه مالومات چې نن(یکشنبې د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) خپاره شوې، ښیې چې یاده موده کې ۳۸ تنه هم د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله د هېواد په څلورو ولایتونو کې مړه شوي دي.
د تازه پېښو له ډلې کابل، ۱۷ هرات، ۱۰ پکتیا، ۱۴لوګر،۱۱ کندز،۳۳بدخشان،۴۳خوست،۸ کاپیسا، ۱ ننګرهار، ۸۰بامیان، ۱۴ تخار،۵ بغلان، ۵ بادغیس،۵ فراه او ۹ په پکتیکا ولایت کې ثبت شوي دي.
د وزارت د مالوماتو له مخې د کرونا ویروس لپاره تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۹۲ مشکوکې نښې کتل شوې دي چې کابو نیمايي مثبتې دي.
د دغو شمېرو له مخې اوسمهال هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۸۶۴ ته ورسید.
همداراز تېره شپه ورځ کې ۲۰۲ تنه هم له کرونا ویروسه پاک شوي او له دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۱۹۳۶۶ ته رسیږي.