د عامې روغتیا وزارت تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۳۶ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
د مالوماتو له مخې چې نن(سې شنبې د زمري په ۱۴مه) یې له رسنیو سره شریک کړي دي ښیې چې تازه ثبت شوې پېښې د ۱۸۷ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
له تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶ زره او ۷۸۲ ته رسیږي.
همداراز د ټولو روغو شویو کسانو شمېر هم ۲۵۵۵۶ دی.
د عامې روغتیا وزارت څرګندوي مخکې له دې ویلي وو چې د اختر په ورځو کې خلکو د کرونا ویروس د ټسټ لپاره مراجعه نه ده کړې، خو اندېښنه یې څرګنده کړې وه چې ښایې د اختر په ورځو کې د خلکو لخوا د روغتیايي تابیاوو نه پام کې نیولو له کبله مثبتې پېښې وروسته له هغې زیاتې شي.