Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوې او ورته ۱۷۸۹ مشکوکې نښې کتل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت نن(یکشنبې د زمري په ۱۹مه نېټه) وايي چې یاده موده کې ۹ د کوویډ۱۹ ناروغان مړه شوي هم دي.

همداراز تېره شپه ورځ کې د ۸۷ تنو له روغېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

د تازه پېښو له ثبت سره هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۷ زره او ۱۰۶ ته رسیږي چې له ډلې یې ۹۷۸۲ فعالې دي.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کرونا ویروس د دوهمې څپې راتلو هم وېره شته او د عامې روغتیا وزارت لا هم د روغتیايي تابیاوو په مراعاتولو ټینګار کوي.

تر اوسه هېواد کې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۳۲۱ تنه مړه شوي دي.

شریک یي کړئ