Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس ۵۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۵۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې.

له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر هېواد کې ۱۵ زره او ۷۵۰ ته رسیږي.

د تازه اعلان شویو شمېرو له مخې هرات کې تر ټولو ډېرې شمېرې( ۱۱۷) ثبت شوې او پکتیا ورپسې دی چې په کې ۹۲ پیسې ثبت شوې دي.

همداراز کابل کې ۶۶، ننګرهار ۵۰، سمنګان ۴۸، فراه ۳۶، بامیان ۲۰، تخار ۱۴، لوګر۱۷، وردک ۱۲، ، لغمان ۲، بلخ ۴، بادغیس ۲، غور۱۴، فاریاب ۱۲، کنړ۳، سرپل ۲۲، بدخشان ۱۴ مثبتې پېښې دي.

د عامې روغتیا وزارت مالومات ښیې چې تازه شمېرې په  ۱۸ ولایتونو کې ثبت دي.

همداراز تېره شپه ورځ کې د کووید نوولس ناروغۍ له کبله ۸ تنه مړه شوي او ۱۰۰ هم روغ شوي دي. له دې سره هېواد کې د ټولو مړو شمېر ۲۶۵ او د روغو شویو کسانو ۱۴۲۸هم   ته رسیږي.

د یادونې وړ ده چې هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالي سره په ښارونو کې بندیزونه ورو رور د ماتېدو په حال کې دي او خلک هم ورته پام نه کوي.

د عامې روغتیا وزارت خلکو ته سپارښتنه کوي څو روغتيايي سپارښتنې په پام کې ونیسي، ټولنیز دوه متره واټن مراعات، ماسک دې وکاروي او په ورځ کې دې څو ځله لاسونه په صابون ومینځي.

شریک یي کړئ