Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس ۶۵۸ مثبتې پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت نن(سې شنبې د غبرګولي په ۶مه نېټه) تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۶۵۸ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړ.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۱۸۳۱ ته ورسید.

له رسنیو سره د عامې روغتیا د شریکو شویو مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې د کرونا ویروس یو اخته ناروغ مړی شوی او ۳۱ تنه نور روغ شوي دي.

له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۲۰ او د روغو شویو هم ۱۱۲۸ ته ورسید.

د تېرو ورځو په څېر بیا هم کابل کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ۲۳۷ دي او ورپیسې هرات د ۸۵ او دریم هم بلخ ولایت ډېر شمېر لري چې په کې ۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د شمېرو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې بغلان او بادغیس کې هم ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په وار سره ۵۹ او ۵۲ پېښې لري.

په همدې حال کې هېواد کې داکټران د کووید نوولس ناروغۍ پراختیا سره د خلکو له بې پروایۍ اندېښه لري.

هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۲۰ او د روغو شویو هم ۱۱۲۸ ته ورسید.

شریک یي کړئ