تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوې او د یاد ویروس له کبله ۱۰ تنه هم مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(پنجشنبې د زمري په ۹مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي دي، ښیې چې تازه ثبت شوې پېښې د ۳۰۰ مشکوکو کتل شویو نښو پایله ده.
همداراز یاده موده کې ۱۵۵ تنه روغ شوي هم دي.
د تازه ثبت شویو پېښو سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶ زره او ۵۳۸ ته ورسید چې له ډلې یې ۹۸۳۴ فعاله دي.
د دې ترڅنګ تر اوسه هېواد کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۲۸۱ تنه مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښیې چې تر اوسه د هېواد په کچه ۸۸زره او ۵۰۲ مشکوکې پېښې کتل شوې دي.
تازه پېښې ۹ کابل، ۲۸ هرات، ۱بلخ، ۵ پکتیا، ۲ تخار، ۱ بغلان، ۳ کندز، ۴ بدخشان، ۲ غور، ۱ پنجشېر، ۷ فراه او ۲ هم په فاریاب ولایت کې ثبت شوې دي.