Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کرونا ویروس ۷۵۹ تازه مثبتې پېښې

د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبې (د غبرګولي په ۱۳مه  نېټه) د هېواد په کچه  کرونا ویروس د مثبتو پېښو تازه شمېر  ۷۵۹ اعلان کړ.

د  عامې روغتیا وزارت د تازه خپرو شویو مالوماتو له مخې هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۶زره او ۵۰۹ ته ورسید.

تېره شپه ورځ کې ۵ تنه د کووید نوولس ناروغۍ له کبله مړه شوي او ۲۲ نور هم روغ شوي دي.

له تازه شمېرو سره هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۷۰ ته رسېدلی او د روغو شویو هم ۱۴۵۰ دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ۱۶زرو او ۵۰۹ مثبتو پېښو له ډلې ۱۴ زره او ۷۸۹ یې فعالې دي.

یاد وزارت له خلکو غواړي چې ټولنیز واټن په پام کې ونیسي او روغتیايي لارښونې دې مراعات کړي. د عامې روغتیا وزارت ګواښ کړی چې که خلک تابیاوو ته پام ونه کړي، نو د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر به ورځ تر بلې زیات شي.

د عامې روغتیا وزارت د تازه خپرو شویو مالوماتو له مخې هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۶زره او ۵۰۹ ته ورسید

شریک یي کړئ