Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورونا۱۵۹ مثبتو پېښو ثبتېدل، تولیز شمېر څه باندې ۳۵زرو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو څلروېشتو ساعتونو کې ۱۵۹ تنه په هېواد کې په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي.

دا شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۷۲ شکمنې بېلګې ازمویل شوي چې له دې ډلې ۱۵۹ یې مثبتې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې پر کورونا ویروس ۳۲ اخته کسان مړه شوي او ۳۲۷ تنه نور روغ شوي دي.

د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، د مړینې پېښې په کابل کې ۲۲، په لوګر کې ۶ په کاپیسا کې ۳ او هرات کې هم یوه پېښه ثبت شوې ده.

د کورونا ویروس مثبتې پېښې هم په کابل کې ۱۰۹، په هرات کې ۲۰، په غور کې ۱۱ په پکتیا کې ۴ په پنچشېر کې ۳ په کونړ کې ۲ په لغمان کې ۲ په وردګو، ننګرهار او لوګر ولایتونو کې هم یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

له دې شمېر سره په هېواد کې د کورونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۳۵ زره او ۲۲۹ ته او د فعالو پېښو شمېر هم ۱۰ زره او ۸۷۴ ته رسېږي.

د روغو شویو کسانو شمېر هم ۲۳ زره او ۲۰۳ تنو ته او د مړه شویو کسانو شمېر هم یو زره او ۱۴۷ تنو ته رسېږي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پربنسټ، تراوسه ۸۲ زره او ۹۲۴ بېلګې د هېواد په لابراتوارونو کې معاینه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټولبندیز د حکومت له خوا لرې شوی خو روزنیز مرکزونه لا پرانیستل شوي نه دي.

شریک یي کړئ