Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کورونا مثبتو پېښو ټولیز شمېر ۹۳۳ ته ورسېد

د عامې ورغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کورونا ویروس ۲۷ نوې مثتبې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن (شنبې، د وري په ۳۰مه) له غرمې مخکې په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ نولس ۳۰۸ تنو شکمنو کسانو معاینات شوي چې له دې ډلې ۲۷ تنو معاینات مثبت وو.

دغه پېښې «۱۲» کابل، «۷» پکتیا، «۴» لوګر، «۲» هرات، «۱» بامیان، «۱» دایکندي کې دي.

د عامې روغتیا وزیر همدارنګه ویلي دي چې له دغه ویروسه د روغو شویو کسانو شمېر هم ۱۱۲ تنو ته رسېدلی دی.

له دې سره هم مهاله ښاغلی فیروز زیاتوي چې ټاکل شوې ده د دارالامان ماڼۍ هم د کووېډ نولس ناروغانو د ساتلو او درمنلې په مرکز بدل شي او په هغه کې ۳۰۰ بسترونه د دغو ناروغانو لپاره مشخص کړي.

د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې تراوسه په ټول هېواد کې څه باندې پنځه زره او ۸۰۰ سمپلونو معاینات شو دي.

د هېواد لابراتوارونه په یوې ورځ کې د ۶۰۰ سمپلونو د ازموینې وړتیا لري. 

شریک یي کړئ