د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید الله مجروح وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویروس ۲۵۳ نوې پېښې ثبت شوې دي.
د هغه په وینا د دغو پېښو له ثبتېدو سره په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر ۴۰۳۳ تنو ته رسېدلی دی.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې همدارنګه د کورونا ویروس له امله شپږ تنه مړه شوي هم دي چې له دې سره د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۱۱۵ تنو ته رسېږي.
ښاغلي مجروح چې نن له غرمې مخکې په عامې روغتیا وزارت کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله وویل چې په هېواد کې ۳۹۲ روغتیايي کارکوونکي په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي دي.
مجروح همدارنګه وویل چې د عامې روغتیا د وزیر فیروز الدین فیروز چې په کورونا ویروس اخته شوی، روغتیايي حالت ډېر ښه دی.
د کورونا ویروس نوې پېښې په کابل، هرات، بلخ، پکتیا، عزني، ننګرهار، لغمان، بامیان، تخار، کندوز، پنجشېر، جوزجان، کونر او نورستان کې ثبت شوې دي.
د ښاغلي مجروح په وینا، هغه روغتونونه چې په ټول هېواد کې د کووېډ نولس ناروغانو د ساتنې لپاره ځانګړي شوي دي د ۳۲۳۰ تنو د بسترېدو وړتیا لري.
تراوسه له دغې ناروغۍ ۵۰۱ تنه بېرته روغ شوي دي.