Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر کرونا اخته ډاکټر تر لس ورځنۍ درملنې وروسته روغ او رخصت شو

هغه ډاکتر چي په کندهار کې په کرونا ویرویس اخته شوی و، له لس ورځني قرنطین وروسته نن له روغتونه رخصت کړل شو.

له کرونا ویروس څخه روغ شوی داکتر داوود درمان وايي لس ورځې په روغتون کې قرنطین و، او له ناروغۍ وړاندي يي پاکستان هېواد ته سفرکړی و.

له کرونا ویروسه رغېدلی ډاکټر داوود درمان په دې اړه وویل:«زه د معدي د ناروغۍ د تداوۍ په موخه پاکستان ته ولاړم له هغه ځایه چې راغلم ناروغ شوم، او بیا چې مې روغتون ته مراجعه وکړه، نو زما ټېسټ مثبت شو، او زه دلته په روغتون کې قرنطین سوم نن له لسو ورځو ورته دادی جوړ شوم، او بېرته خپل کورته ځم.»

لس ورځې مخکې د ډاکټر داوود درمان د کرونا ویروس د اخته کېدو نتیجه مثبته وه. او نوموړي کندهار کې د کرونا ویروس د درمنلې په ځانګړي روغتون کې قرنطین شو.

له کرونا ویروسه رغېدلی ډاکټر داوود درمان په دې اړه وايي:«ما د ډاکټرانو په هدایت منظمه دوا اخیستې ده، او نهه ورځې مې دلته تېرې کړې دي. د دوی د پړاونو سلسله داسې دي چې په هرو اوو ورځو کې یو ځل ټېسټ کېږي. تر هغې چې پایله یې منفي کېږي، د دغې ناروغۍ هغه اوږده مرحله ما له دې مخکې تېره کړې وه او نهه ورځې مې دلته تېرې کړې. زما ټېسټ واخیستل شو او زه »

نوموړی له خلکو غواړي چې د یاد ویروس د مخنیوي لپاره مبارزه وکړي، او د روغتیا پالانو لارښووني په جدي توګه عملي کړي.

ښاغلي درمان زیاته کړه:«زه چي کله پر خپل ځان باندې اشتباهي شوم ، له خلکو ګوښه شوم او دا د دې لامل شو چې زما اړوند بل څوک يي نه دی نیولی، او همدارنګه زما خلکو ته دا سپارښتنه ده، چې تل دې خپل لاسونه پاک ومینځي، او د اړتیا پرته دې له کوره دباندې نه راوځي.»

د کندهار د عامي روغتیا ریاست چارواکي وایي د یاد ډاکټر تر رغېدو وروسته اوس هم په کندهار کې د کرونا ویروس دوه مثبتې پېښي ثبت شوې دي، او په روغتون کې قرنطین شوي دي، د دوی په خبره د نږدې ۵۰ شکمنو پېښو بېلګې هم د کابل لابراتوارونو ته استول شوې دي.

د کندهار د عامي روغتیا ریس داکتر اشرف نادري په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ د بهترین ډاکترانو د ښې تداوۍ او سپارښتنو په نتیجه کې نن تر لس ورځو وروسته داوود درمان جوړ شو، او کورته به رخصت شي، او تر سلو ډېرې مشکوکې پېښو نتیجې منفي راغلې دي، خو یوازې دا درې مثبتي پېښې وي، چې په دې پېښو کې یو هم دا دی روغ شو، او موږ هڅه کوو، چې په خپل ټول قوت سره د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کار وکړو.»

بل خوا د کندهار والي وایي د کرونا ویروس د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه یې ۵۰ مېلیونه افغانۍ بودیجه ورته ورکړل شوې ده، او په نږدې ورځو کې به په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د اخته کسانو د درملنې په موخه د سل بستریز روغتون د جوړېدو چارې هم پیل کړي.

د کندهار والي حیات الله حیات وايي:«موږ د یو پلان له مخې، په درېیو برخو کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره مخ ته ځوو، په لومړي قدم کې موږ تر ۳۵۰ پېښو د تداوۍ او بستر چمتووالی لرو، او تر دې وروسته زموږ لپاره ۵۰ مېلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي، او په هغه سره به موږ د سل نورو بسترونو لپاره یو ځانګړی روغتون جوړ کړو.»

بلخوا ځينې هغه کسان چې د کرونا ویروس د معایناتو لپاره روغتون ته راغلي دي، له خلکو غواړي، چې د روغتیاپالانو او حکومت له لارښوونو سره سم په خپلو کورونو کې پاتې شي چې له نوموړي ویروس څخه په امن کې واوسي.

پر کرونا ویروس اخته شکمن کسان خان محمد په دې اړه وویل:«موږ هم له خلکو غواړو، چې هغوی که مشکوک وي، له خلکو څخه دې لیرې پاتې شي، او یادې ژر تر ژره روغتون ته مراجعه وکړي او په دې کار سره دې هم خپل او هم د نورو کسانو ژوند وژغوري.»

دم ګړۍ په کندهار ولایت کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د درملني په موخه سل بستریز روغتون ځانګړی شوی دی، او چارواکي وايي د کرونا ویروس د احتمالي پېښو د مخنیوي د چمتوالي لپاره به ډېر ژر په دغه ولایت کې یو بل سل بستریز روغتون هم جوړ کړي.

اخوا د کندهار چارواکي وايي دغه ولایت کي د کرونا ویروس د احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه به ډیر ژر د سل بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل کړي.

شریک یي کړئ