Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر کرونا ویروس لومړنی اخته کس له درملنې وروسته کور ته راستون شو

په افغانستان کې د کرونا مثبتو پېښو شمېر ۲۲ پېښو ته رسېږي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې پر دغه ویروس لومړنی ککړ کس له درملنې وروسته کور رخصت او کور ته ستون شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار په دې اړه وايي:«زموږ لومړنی ناروغ شفا پیدا کړې چې د هغه پایله هم منفي وه او اوس په کورني قرنطین کې دی او په همدغې اوونۍ کې به له رسنیو سره خبرې وکړي.»

د ورځې په زرګونه افغانان له ایرانه هېواد ته راستنېږي چې د اسلام کلا په بندر کې یې یوازې د بدن د حرارت درجه کتل کېږي. 

ډاکتران وايي د کرونا ویروس نښې له ۱۰ تر ۱۵ ورځو د انسان په بدن کې څرګندېږي.

خو د کابل په کمپنۍ سیمه کې د ورځې لږ تر لږه زر تنه له ایران سره په پوله پرتو ولایتونو څخه کابل ته راځي چې پلازمېنې ته یې د کرونا ویروس د لېږد خطر زیات کړی دی.

له ایرانه راستون شوی نور محمد په دې اړه وايي:«موږ پر مرز راځو دوه دانې ډاکټران هېڅ ډاکټر مو ونه لیدل یوازې دوه تنه اوس، نه غواړم چې کور ته ولاړ شم، ښايي زه هم ناروغ وم.»

د هرات ـ کابل د مسافروړونکو شرکتونو یو استازی فضل محمد هم زیاتوي:«باید دقیقه څېړنه وشي او که چېرې ونه شي ټولو ولایتونو ته به خپورشي.»

له بلخوا ولسمشر په هرات کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د لازیاتو پیسو د برابرولو خبره کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړه:«د پورتنیو ټولو سترو او سټراټېژیکو اقداماتو ترڅنګ امر مې کړی چې ۴۰۰ مېلیونه افغانۍ بیړنۍ بودیجه د دغې معضلې له بېلابېلو اړخونو سره د مبارزې لپاره هرات ولایت ته واستول شي.»

له دې سره په یو وخت د الیاس غوریاني په نوم یوه ملي سوداګر په هرات کې خپله ۲۴ جریبه ځمکه له دوو ودانیو سره چې ۲۵۰ خونې لري له کویډ نولس ناروغۍ سره د مبارزې په موخه په وړیا توګه د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړې ده.

ملي سوداګر الیاس غوریاني هم زیاتوي:«درې ودانۍ دي او دوه بلاکونه دي چې ۲۶۴ خونې کېږي.»

اخوا عبدالله عبدالله له دغې ناروغۍ سره مبارزه په ملي یووالي پورې اړوند بولي.

د ولسمشرۍ مدعي عبدالله عبدالله وايي:«په فردي او ټولنیزو کړو وړو او ژوند د یوه نوي انظباط له منلو سره یو بل ته لاس ور نه کړو دا تمه به ونه لرو چې عامه روغتیا وزارت په یوازیتوب وکړای شي له دغې ناروغۍ سره مقابله وکړي.»

ډاکتران وايي له ۲۰ تر ۳۰ ثانیو پورې په صابون د لاسونو مینځل، له ماسکونو استفاده، د لاس او له غېږې ورکولو ډډه کول، په مخ، سترګو او پوزې لاس نه لګول او د ویټامین سي لرونکو خوړو کارول په دغه ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لارې دي.

شریک یي کړئ