وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغان شمېر ۱،۵۳۱ تنو ته ورسېد

د عامې روغتیا وزارت، هېواد کې د کووېډ نولس ناروغۍ د ناروغانو نوې شمېرې اعلان کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸ تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

له دغو نویو اخته کسانو سره، په افغانستان کې د کووېډ نولس ناورغانو ټولیز شمېر ۱،۵۳۱ تنو ته لوړ شو.

د کورونا ویروس ډېری نوې پېښې (۲۱پېښې) په کندهار ولایت کې ثبت شوې دي. هرات ولایت چې په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو مرکز دی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ نوې پېښې لرلې دي.

اوس کابل له ۴۷۴ ناروغانو سره د افغانستان د ولایتونو په سر کې دی او له کابل وروسته هرات تر ټولو ډېر د کووېډ نولس ناروغان لري.

تراوسه په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغۍ له امله ۴۷ تنه مړه شوي دي او ۲۰۶ تنه هم بېرته روغ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ګواښ کوي چې راتلوونکې اوونۍ به وضعیت له دې هم پسې خراب وي.

دغه وزارت له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې په کلکه مراعات کړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.  

شریک یي کړئ